یوې فلسطینۍ ډلې چې د حماس تر څنګ په غزه کې د اسرائیل پر ضد جنګیږي د شنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۶) وویل چې روانه اونۍ په سوریه کې د اسلامي جهاد دوه جګپوړي غړي د اسرائیل په برید کې وژل شوي دي.
د اسلامي جهاد په یوې اعلامیه کې تائید شوې چې د پنجشنبې په ورځ پر دفترونو او اپارتمانونو باندې په هوایی برید کې عبدالعزیز مینوي او رسمي یوسف ابو عیسی د "غورځنګ د کادرونو یوې ډلې" سره یوځای وژل شوي دي.
د دغه غورځنګ یوې سرچینې د شنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د سوریې د پایتخت دمشق په قدسیه کې د برید له کبله دغورځنګ مشران او یو درېیم غړی وژل شوي دي.
د دغې ډلې په اعلامیه کې مینوي د اسلامي جهاد د یو "مشهور مشر" او ابو عیسی د "عربي اړیکو د مشر" په توګه یاد شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د اسلامي جهاد د دغو دوو مشرانو جسدونه د شنبې ورځې په سهار ترلاسه شوي دي.
دغې ډلې د خپلو مشرانو وژنې ته به اشارې ویلي چې د دوی مرګ به "یوازې د اسرائیل په وړاندې د مقاومت د دوام لپاره زموږ ټینګ عزم او هوډ زیات کړي".
اسرائیلي چارواکي چې په سوریه کې د انفرادي بریدونو په اړه په ندرت تبصره کوي د دغه برید مسؤلیت منلی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان وویل چې د پنجشنبې په ورځ د پایتخت دمشق په شاوخوا سیمو کې د اسرائیل په بریدونو کې ۲۳ کسان وژل شوي دي.
د دوی په وینا د دمشق په مزيح ولسوالۍ کې د اسرائيل په یو برید کې د ملکي وګړو او ایران پلوه وسلهوالو په ګډون ۱۳ کسان او له پایتخت څخه بهر پهیو بل برید کې د اسلامي جهاد ۱۰ جنګیالي وژل شوي دي.
سیمهییزو رسنیو ویلي چې اسرائیل د جمعې په ورځ د مزیح پر ولسوالۍ باندې بیا هوايي بریدونه کړي دي.
په سوریه کې په ځانګړې توګه د لبنان سره پر پوله اسرائيل ته منسوب شوي بریدونه چې پکې تر ډېره د حزبالله غورځنګ سنګرونه په نښه کیږي زیات شوي دي.
لا هم یو شمېر هغه یرغمل شوي اسرائیلیان د اسلامي جهاد په ولکه کې دي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ د اسرائيل پر جنوب باندې د حماس په برید کې یرغمل شوي چې له امله یې د غزې په تړانګه کې روان جنګ پیل شو.
اسلامي جهاد ډلې د روانې اونۍ په پیل کې د حماس له خوا د ۲۹ کلن روسي الاصله اسرائیلي یرغمل شوي ساشا تروپانوف دوه ویډیويي کلیپونه نشرکړل.
فورم \ دبحث خونه