د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل، دوی لاهم د پاکستاني نظامیانو له لورې د د سپین بولدک او چمن تر منځ د لویې لارې د تړلو په اړه معلومات نه لري او زیاته یې کړه، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لورې په دې باب په کابل کي د پاکستان له سفارت سره خبرې شوي چې په ترڅ کې یې نن لار پرانیستل شوه.
دغه راز د سپين بولدک ولسوال حاجي سیدعلي امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل، چي دا لار نن د ورځي له پيل راهیسی پرانیستل شوې او تګ راتګ ورباندې جریان لري.
څلور ورځي مخکې پاکستاني نظامیانو د چمن او سپین بولدک ترمنځ د دوستۍ په نوم دروازه د هر راز تګ راتګ پر مخ وتړله.
په کندهار کې افغان سرحدي چارواکي وايي، د دوی استخباراتي معلومات ښيي چي پاکستان غواړي له دې لارې پر افغان حکومت فشار راوړي، تر څو د سپين بولدک او چمن ترمنځ د دوستۍ په نوم دروازه په رسمیت وپيژني.
افغان حکومت دغه دروازه په رسمیت نه پيژني او ادعا کوي، چي پاکستان دا دروازه شاوخوا ۱۵ کاله مخکې د ډیورنډ کرښي له صفري نقطې څخه ۲۰ کیلو میتره دننه د افغانستان په خاوره کې جوړه کړې ده.
پاکستاني چارواکو لا تر اوسه د دغې لارې د تړلو او د افغان حکومت د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
هر ورځ زرګونه کسان افغانستان او پاکستان ته پر دغې لارې تګ راتګ کوي.
په کندهار کې د سوداګرۍ خونو مسئولین وايي، چي په تیرو ۴ ورځو کي د لارې د بندیدو له کبله افغان سوداګرو ته د وارداتي سبزیو او ژر خرابیدونکو توکو د دریدو له کبله په میلیونو افغانۍ مالي تاوان هم اوښتی دی.