د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي قانون جوړونکي: د طالبانو کنټرول لاندې افغانستان ته د مرستو استول 'اخلاقي خطر' دی


په واشنګټن ډي سي ښار کې د متحده ایالتونو د کانګرس ماڼۍ
په واشنګټن ډي سي ښار کې د متحده ایالتونو د کانګرس ماڼۍ

له افغانستان څخه د متحده ایالتونو تر وتلو شپږ میاشتې وروسته، امریکایي قانون جوړونکي طالبانو ته د منفعت له رسیدو پرته د هغه هیواد له کمزوري اقتصاد سره د مرستو لپاره محدودې لارې چارې لري.

امریکا په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې دخیله وه او د هغه هیواد څه باندې نیمایي اقتصاد په بهرنیو مرستو متکي وو.

خو امریکا وروسته له هغه چې طالبان د تیر کال د اګست میاشتې په نیمایي کې پر هغه هیواد واکمن شول، د افغانستان کابو ۹.۴ میلیایرده ډالره کنګل کړل.

دیموکرات سناتور کریس مورفي د چهار شنبې په ورځ د کانګرس یوې استعماعیه غونډي ته وویل: " دا ښکاره ده چې اوسمهال افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو ورکول اخلاقي خطرات لري."

نوموړي زیاته کړه:"موږ کولی شو له طالبانو یې بچ کړو، خو شک نشته چې د مرستو د یوې برخې اثر به د طالبانو په ساتلو هم تاثیر وکړي. دا د ډېر خپګان وړ ده."

ملګرو ملتونو تیره میاشت له نړیوالې ټولنې څخه د تر ټولو سترې مرستې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې د رانږدې کیدونکي بشري کړکیچ لپاره ۴.۴ میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده.

د نړۍ د خوراکي پروګرام د اټکل له مخې، یوازې دوه سلنه افغانان په روان ژمې کې کافي خوراکي توکي لري.

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې رئیس او اجرایوي مدیر ډیویډ میلیبنډ امریکایي قانون جوړونکو ته وویل:" افغانستان شپږ میاشتې مخکې یو بیوزلی هیواد وو، ډیر بیوزلی خو نن لوږې سره مخ هیواد دی، یوازي‌ بیوزلی نه."

ښاغلي میلیبند وویل، د قحطۍ ددغه کړکیچ دلیل، نړیوال اقتصادي سیاست دی چې له اګست میاشتې غوره شوی دی او سږ کال یې مالي جریانونه نه یوازې دولتي بلکې خصوصي برخې ته هم بند کړي دي.

ښاغلي میلیبند د کانګرس په استعمایه غونډه کې وویل د هغه همکاران د رسنیو هغه راپورونه تائید کولی شي چې افغانان د خوراکي توکو د اخیستلو لپاره د خپل وجود غړي پلوري.

د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې جګپوړو سناتورانو هم دا تائید کړه چې افغانان د طالبانو د ځپونکنو سیاستونو په اړه د متحده ایالتونو د اندیښنو له امله ځوریږي. خو یو شمیر نورو سناتورانو بیا د مرستو د استولو د خطرونو‌ په اړه خبرداری ورکړ.

جمهوري غوښتونکي سناتور ټډ یانګ وویل:"موږ باید له مالي سرچینو څخه د طالبانو د محروم کیدو په برخه کې په خپلو هڅو کې هوښیا ووسو ، پرته له دې هغوی یې د نورو ترهګریزو اعمالو لپاره کارولی شي."

ښاغلي یانګ وویل، تر ټولو ناوړه حالت به ممکن دا وي چې بشري مرستې مستحقو کسانو ته د رسیدو پر ځای طالبانو او د هغوی ترهګرو شریکانو ته ورسیږي.

د غیر دولتي سازمانونو مشرانو تائید کړه چې له طالبانو سره د مذاکراتو پر اساس د امریکا د یو شمیر بندیزونو کمول ستونزمن دي.

دیموکراستې سناتورې جین شاهین د چهار شنبې په ورځ وویل:"موږ باید بشري مرستې مهیا کړو څو اطمینان ترلاسه شي چې د افغانستان اتباع ، کورنۍ په افغانستان کې لوږې سره مخ ندي."

د کانګرس غړي او د مرسته کوونکو بنسټونو مشرانو په داسې حال کې له افغانستان سره د مرستو په څرنګوالي غږیږي چې د جمهور رئیس بایډن حکومت تیره میاشت د کړکیچ د مخنیوي په هدف تیره میاشت د ۳۰۸ میلیونو ډالرو نورو بشري مرستو ژمنه وکړه.

XS
SM
MD
LG