د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کمیسیون: د رایه ورکوونکو نوملړ جوړول ۲۸ میلیون ډالر غواړي


ټاکنو کمیسیون: د رایه ورکوونکو نوملړ جوړولو ته ۲۸ میلیون ډالر غواړي
ټاکنو کمیسیون: د رایه ورکوونکو نوملړ جوړولو ته ۲۸ میلیون ډالر غواړي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، د رایې ورکوونکو د نوملړ جوړول زیات لګښت غواړي او په دې برخه کې څه باندې ۲۸ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

د ټاکنو کمیسیون د رایې ورکولو د مرکزونو له ارزولو وروسته اوس په پام کې لري، چې د رایې ورکوونکو نوملړ، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پیلیدو څخه مخکې ترتیب کړي.

د دغه کمیسیون یو کمیشنر رفیع‌الله بیدار د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل "دغه مرحله ډیرې پیسې مصرفوي، دا د انتخاباتو د ملا تیر دی، د شفافیت د رامنځ ته کولو په خاطر دا ډیر غټ اقدام دی، تقریباً اخري ارقام دا دي، چې لږ څه باندې ۲۸ میلیون ډالر لګیږي، دا د انتخاباتي مصارفو له نظره غټ رقم دی".

ښاغلي بیدار زیاته کړه، په بل پړاو کې، چې په کې د رایې ورکولو د پاڼو چاپول او نورې برنامې شاملې دي، شاوخوا لس میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

د هغه پر وینا، که ټاکنې د دغه کمیسیون د طرحو پر بنسټ ترسره شي، ورباندې له سل میلیون ډالرو څخه کم لګښت راځي.

له دې مخکې د ټاکنو کمیسیون ویلي وو، چې د رایې ورکوونکو نوملړ به له نوې ټیکنالوژۍ څخه په استفادې جوړ کړي، خو اوس ټاکل شوې چې دغه نوملړ د هویت د تذکرو پر بنسټ جوړ شي.

د ټاکنو کمیسیون په خپل وخت (د ۱۳۹۷ کال د سرطان ۱۶) د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو لپاره چمتوالی وښود، خو ټینګار یې وکړ، چې حکومت باید په دې برخه کې کمیسیون ته ضروري امکانات برابر کړي.

د دغه کمیسیون منشي عبدالبدیع صیاد وویل "امنیت باید په سم ډول ونیول شي، واجدو شرایطو کسانو ته دې ژر د تذکرو د ویش لړۍ پیل شي او هغې بودیجې ته چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون اړتیا لري، ژر دې کمیسیون ته وسپارل شي، که دا شرایط برابر شي، د ټاکنو کمیسیون او د کمیسیون رهبري مصمم دی، چې ټاکنې په اعلان شوي تاریخ او په خپل وخت ترسره کړي".

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون له دې وړاندې په بریښنايي بڼه د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د ۲۲۰ میلیون ډالر بودیجې اټکل کړی وو.

XS
SM
MD
LG