د لاس رسي وړ اتصالات

'حکومت او طالبان دې د 'روغې جوړې' پر یو واضح میکانیزم هوکړه وکړي'


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سولې په تړاو پر «بین الافغاني» خبرو اترو ټینګار کوي او د مذاکره کوونکو لورو څخه یې غوښتي، چې د خپلو غوښتنو او اندیښنو لپاره دې د یو روښانه میکانیزم پر سر هوکړه وکړي.

دغه کمېسیون د سې شنبې پر ورځ نومبر ۱۹ مې (لړم ۲۸ مې) یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي دي، چې «بین الافغاني» خبرې اترې د تاوتریخوالي او وینې تویېدنې د مخنیوي لپاره تر ټولو ښه کار دی.

د بشري حقونو کمېسیون ویلي دي:"زموږ په باور، د سولې خبرې اترې هغه وخت کولی شي پايله ولري، چې خبرې اترې کوونکي اړخونه، له تماميت غوښتونکو چلندونو څخه په تېرېدو، د افغانستان د لوی نفوس متنوع او متکثر واقعيتونه په رسميت و پيژني او دا تنوع د متنوع او ټول شموله پلاوي په رامنځته کولو سره منعکسه کړي".

دغه کمېسیون ټینګار کړی دی، چې که د سولې په خبرو اترو کې بشري حقونو ته پاملرنه ونه شي افغانستان به یو سوله ییز راتلونکي ته ونه رسیږي.

د دغه کمېسیون په باور، د سولې په خبرو اترو کې د بشري حقونو بنسټونو، مدني ټولنې، ښځو استازو او نورو ټولنیزو ګروپونو حضور به ددې لامل شي، چې افغانستان یوې تلپاتې سولې ته ورسیږي.

د بشري حقونو کمېسیون ویلي، چې د افغانستان اوسنۍ جګړه د دغه هیواد د ګڼو اوسیدونکو حقونه نقض کړي دي.

دغه کمېسیون ویلي، چې چمتو دی د سولې په خبرو اترو کې جوړونکې، بې پرې، غیر سیاسي او خپلواکه ونډه ولري او د سولې په دغه بهیر کې د بشري حقونو ارزښتونه، د قربانیانو او زیان منونکو ډلو غوښتنې وڅاري.

دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال د افغان سولې په اړه هڅې په ټپه درېدلي دي.

XS
SM
MD
LG