د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت له طالبانو سره خبرو ته نوی شرط اعلان کړ


له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د افغان حکومت شرط
له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د افغان حکومت شرط

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د یو میاشتې اوربند شرط ټاکلی دی او له طالبانو څخه یې غوښتي چې له نورو هیوادونو او استخباراتي شبکو سره اړیکې پرې کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، چې د سې‌شنبې په ورځ یې په یو خبري کنفرانس کې د افغان حکومت د سولې اوه ماده‌یزه طرح تشریح کوله وویل، د یوې میاشتې اوربند په اوږدو کې به دا څرګنده شي، چې طالب مشران په خپلو جنګیالیو باندې څومره کنټرول لري.

د ښاغلي محب پر وینا، د پاکستان له رضایت پرته طالبان له افغان حکومت سره سوله نه کوي او که چیرې داسې وشي، نو په روانه جګړه کې به د طالبانو ځای د داعش ډله ونیسي.

هغه زیاته کړه: "د امریکا او طالبانو د مذاکراتو په بهیر کې موږ اطلاعات تر لاسه کړل، چې (د دغې ډلې جنګیالي) مشخصاً ملا ذاکر له داعش سره یوځای شوی دی، که دا کار وشي نو په دې معنی ده چې طالب امتیاز اخلي، خو جګړه دوام مومي. زموږ لپاره سوله په دې معنی ده چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي".

حمدالله محب همدا شان وویل، چې طالبان په افغانستان کې واک ته د رسېدلو او د مخدره موادو د قاچاق لپاره جګړه کوي "نور عوامل هم لري، ښايي په ځینو سیمو کې ظلم شوی وي، ملیشو په یو ډول ظلم کړی او خلک اړ شوي چې یوه بله لار غوره کړي".

د هغه پر وینا، د سولې په نوې طرح کې افغان حکومت په ښې حکومتوالۍ تمرکز کړی دی او له دې لارې هڅه کوي، ترڅو د افغانستان د خلکو غوښتنو ته زیاته پاملرنه وشي.

د بندیانو تبادله

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دغه راز وویل، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې له حکومتي چارواکو سره د سولې په اړه خبرې نه دي کړي، بلکې د امریکايي پوهنتون د هغو دوو بهرنیو استادانو په اړه غږېدلی، چې د حقاني ډلې له خوا یرغمل شوي دي.

خو ښاغلي محب د انس حقاني په بدل کې د دغو دوو استادانو د خوشې کولو په اړه راپورونه رد کړل او وې ویل، چې تر اوسه په دې تړاو بحثونه نه دي شوي.

هغه زیاته کړه: "لومړی بحث دا وو، چې موږ پوه شو آیا دا دوه استادان لا هم ژوندي دي او که نه... هدف دا وو چې هغه (خلیلزاد) د همکاریو غوښتنه وکړه او موږ همکارۍ ته حاضر یو".

له دې وړاندې ښاغلي خلیلزاد په اسلام‌آباد کې هم له طالب استازو سره د دغو دوو بهرنیو استادانو د خوشې کولو په اړه خبرې کړې وې.

طالبانو د ۲۰۱۷ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون دوه استادان، چې یو يې امریکايي او بل یې اسټرالیايي دی، په کابل کې وتښتول، چې لا هم د دغې ډلې په یرغمل کې دي.

XS
SM
MD
LG