د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو ته د افغان خبریالانو پرانیستی لیک: له طالبانو سره تعامل مکوئ، بندیزونه پرې ولګوئ 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د «افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان» د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ته په یو پرانیستي لیک کې له هغه غوښتي چې په افغانستان کې د رسنیو اوسنی وضعیت دې د «یوې بشري فاجعې په توګه په رسمیت» وپېژندل شي.

د خبریالانو دغه سازمان،‌ چې اصلي مرکز یې په جرمني کې دی، وايي چې د «اسلامي جمهوریت» له سقوط وروسته دا سازمان تاسیس شوی او د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې غړي‌ او همکاران لري.

انتوني ګوتېرش ته په دغه پرانیستي لیګ کې ګیله شوې ده چې نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو په افغانستان کې د رسنیو د ساتنې، حفاظت او ملاتړ لپاره اقدام نه دی کړی. په لیک کې لیکل شوي‌: «افغانستان د رسنوالو په دوزخ او بشپړه تیاره او توره سیمه بدل شوی دی. موږ لا تر اوسه د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو هېڅ داسې اقدام لیدلی نه دی، چې د دغو ټولو بشري ضد جرمونو لپاره دې طالبان تر فشار لاندې راغلي وي.»

د دغه پرانیستي‌لیک په پای کې له انتوني ګوتېرش څخه ځینې مشخصې غوښتنې شوي‌ چې « په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د رسنیو خپلواکي، اطلاعاتو ته د لاسرسي د حقونو تر پښو لاندې کېدل، باید په نړیواله بڼه د یوې بشري فاجعې په توګه په رسمیت وپېژندل شي او له دې کبله دې پر طالبانو تعذیرات او بندیزونه ولګول» شي.

همدغه راز« په افغانستان کې دننه د بند پاتې ژورنالیستانو، په ګاونډیو هېوادونو او ځينو نورو درېیمو هېوادونو کې دې د خبریالانو او رسنوالو بد حالت ته پام واړول شي چې وژغورل» شي.

دوی همدغه راز له ملګرو ملتونو غوښتي دي چې په بهر کې د مېشتو افغان خبریالانو د ظرفیت لوړونې او‌ په خپل مسلک کې د کار موندنې لپاره له هغوی سره مرسته وکړي او د افغانستان لپاره دې د اطلاعاتو د رسونې په برخه کې هم په یوې بدیلې لارې غور وکړي.

د «افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان» اندېښنه ښودلې ده که ملګري ملتونه په دغه هېواد کې د رسنیو او بشري حقونو د ساتلو لپاره لاس په کار نشي، ممکن خپل «اعتبار» وبایلي.

په دغه لیک کې ویل شوي دي چې د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو ټولې لاس ته راوړنې ختمې شوې او «په افغانستان کې۳۸۷ رسنۍ تړل شوي یا د تړل کېدو په درشل کې دي. له هېواده ډېر زیات خبریالان تبعید شوي، په بېلابېلو هېوادونو کې په بدو شرایطو کې – لکه ګرځنده مړي – بې برخلیکه ګرځي، په دوی کې یې تقریباً نیمايي یې مېرمنې او نجونې» دي.

دا سازمان داسې مهال د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ته دا پرانیستی لیک استوي،‌ چې د خبریالانو سازمانونه او د بشري حقونو ډلې واکمن طالبان تورنوي چې په رسنیو باندې یې کلک بندیزونه لګولي، د رسنیو او بیان ازادي یې «ختمه کړې» ده.

طالبان ادعا کوي چې دوی د «شرعیت په اساس» د بیان او رسنیو ازادۍ ته قایل دي. طالبانو د رسنیو او د هغوی د خپرونو لپاره ځانګړې تګلاره خپره کړې ده،‌ چې د دغه پرانیستي لیګ په اساس «تړل یې تر فعالیت بهتره ګڼل» کېږي.

د «افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان» وايي چې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په افغانستان کې تر دې دمه «۱۱۵ خبریالان نیول شوي، ځورول شوي، ګواښل شوي او شکنجه شوي دي. په تېر کال کې پنځه تنه خبریالان وژل شوي او یو تعداد ورک» دي.

XS
SM
MD
LG