د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو سره د کاناډايي مقاماتو د لیدو کاتو جزیات څرګند شول- اسناد   


کاناډايي مقاماتو له شاوخوا یو کال راهېسې تر ۱۳ زیات له طالبانو سره لیدلي
کاناډايي مقاماتو له شاوخوا یو کال راهېسې تر ۱۳ زیات له طالبانو سره لیدلي

د کاناډا خبري رسنۍ «سي بي سي» وايي چې دوی ته په لاس ورغلي‌ اسناد ښکاره کوي چې د کابل له سقوط وروسته د کاناډا مقاماتو په قطر کې لږ تر لږه ۱۳ ځلې له طالب استازو سره لیدلي دي.

دغې رسنۍ دا اسناد «معلوماتو ته د لاسرسي قانون» په اساس ترلاسه کړي، اسناد ښکاره کوي چې د افغانستان لپاره د کاناډا د حکومت لوړ پوړي مقام ډیویډ اسپرول د کاناډا د نړیوالو چارو او متحدینو له استازو سره یو ځای له طالبانو سره ملاقاتونه کړي ‌دي.

په اسنادو کې راغلي دي چې په دغو لیدنو کتنو کې د کاناډا مقاماتو او متحدینو یې په طالبانو فشار راوړی چې د ښځو د تعلیم، د ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغانستان څخه وتونکو افغانانو ته د خوندي لار برابرولو کې خپلې ژمنې عملي کړي.

د کاناډا مقامات د افغانستان له چارواکو سره د خپلو ملاقاتونو په اړه معلومات نه خپروي.

د طالبانو په رسمیت پېژندل

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي له طالبانو سره د ملاقاتونو په اړه د مرکې وړاندیز رد کړی دی خو د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې کاناډا د افغانستان د حکومت په توګه د طالبانو د رسمي پېژندلو کوم پلان نلري.

هغه وویل: «دا حقیقت دی چې موږ د نړیوالو متحدینو سره په ګډه په هغو باندې فشار راوړو چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او ډاډ ترلاسه شي چې نجونې ښوونځیو ته تللای شي او هغو خلکو ته لاره پرېږدي چې له افغانستان څخه وتل غواړي. سره له دې چې موږ به هغوی په رسمیت ونه پېژنو، مګر له هغوی سره د تعامل ضرورت شته.»

د کاناډا د نړیوالو چارو ویاندې شارلوټ مکلیډ په یوې اعلامیې کې ټېنګار کړی دی چې د دغې ادارې مشر ښاغلي اسپرول له متحدینو سره یو ځای په غیر رسمي ډول له طالبانو سره لیدلي او د بشري حقونو ته د درناوي، ترهګرۍ سره د مبارزې او نورو مسائیلو په اړه یې ورباندې فشار راوړی دی.

د ایمیلونو محتوا او د طالبانو غوښتنې

په هغو اسنادو کې چې د «سي بي سي» لاس ته ورغلي‌ دي،‌ تر ډېره د ښاغلي اسپرول ایمیلیونه دي چې د دغو ملاقاتونو په اړه یې د کاناډا د بهرنیو اړیکو همکارانو ته استولي دي. په دغو اسنادو کې ښکاري چې طالبانو هم له کاناډا څخه او هم له نورو هېوادونو څخه خپلې غوښتنې مطرح کړې او د هغو افغانانو په اړه‌ یې، چې له افغانستان څخه وتل غواړي، ټول خطرونه رد کړي.

د ۲۰۲۱ د اکتوبر په ۱۲ په یو ملاقات کې، طالب استازو د بهرنیو هېوادونو له استازو څخه وغوښتل چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

د اسنادو په اساس، ښاغلي اسپرول خپلو همکارانو ته لیکلي دي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي همدغه راز دا غوښتنه هم کړې چې په طالب مشرانو دې بندیزونه لېرې کړل شي.

وايي امیر خان متقي ادعا کړې ده چې د طالبانو حکومت همه شمول دی، د اقلیتونو استازي په کې دي او «ښځې له حکومتي دندو څخه شړل شوي نه دي».

ښاغلي اسپرول د همدغه ملاقات په اړه په خپل ایمیل کې دا یادونه هم کړې ده چې طالبان وایي هغه خلک چې له افغانستان څخه وتل غواړي، «نا امني پلمه کوي»، مګر اصلي خبره دا ده چې هغوی د اقتصادي‌ فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره له هېواد څخه وځي. وایي طالبانو ادعا کړ ده چې «نغواړي هېڅوک هم له هیواد څخه ووځي، خو که وځي،‌ دوی یې مخه نه نیسي».

د کابل له سقوط وروسته، څه باندې ۱۰۰زره افغانان واېستل شول چې په کې د بهرنیو ځواکونو همکاران، د حکومت مقامات او نور شامل وو او هغوی چې افغانستان کې ایسار پاتې دي، وايي ژوند یې په خطر کې دی.

ښځینه ښوونکو ته د معاش ورکولو غوښتنه

د افغانستان لپاره د کاناډا لوړ پوړي مقام ډیویډ اسپرول په خپلو ایمیلیونو کې دا خبره هم کړې ده چې طالبانو بهرنیو حکومتونو ته وړاندیز کړی دی، که «د ښځو سره د مرستو لیوال دي.... باید د ۲۰۰ زرو ښځینه ښوونکو، چې ۲۸ زره یې په کابل کې دي، معاشونه» ورکړي.

د اسپرول په ایمیلونو کې ویل شوي دي چې د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو سره په بل ملاقات کې طالب استازو ومنله چې په «کابینه کې یې کوچنۍ ستونزه شته»- ښځې په کې نشته. طالبانو همدغه راز ادعا کړې ده چې ښځینه مظاهره کوونکو په لوی لاس طالبان پارولي‌ دي‌ چې ډزې وکړې چې په بهرنیو هېوادونو کې د پناه اخیستلو لپاره اسناد برابر کړي.

د طالبانو په کابینه کې ټول د «اسلامي‌امارت» غړي دي‌ او یوه ښځه هم په کې نشته. نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي‌ چې حکومت همه شمول کړي، ښځو او نورو اقلیتونو ته هم په کې ځای ورکړي. طالب وسله والو همدغه راز په وار وار د ښځو د مظاهرو مخه نیولې او ډزې یې پرې کړې دي. په تازه پېښه کې په هرات کې یې هم د هغو ښځو او نجونو د مظاهرو مخه نیولې چې په کابل کې د «کاج» په نامه تعلیمي مرکز باندې د برید غندنه یې کوله.

ښاغلي اسپرول همدغه راز ویلي دي چې یو بل طالب مقام ته یې وویل چې ولې په واک کې د نورو اقلیتونو خلک نه شریکوي، وایي هغه ورته ویلي وو چې په دې اړه «لږ پرمختګ شوی» دی. نوموړي ویلي‌ دي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یوې ډلې هم په یوازې سر افغانستان کنترول کړی نه دی.

په دغو اسنادو کې د کاناډايي چارواکو او طالب استازو سره د نورو ملاقاتونو یادونه هم شوې ده.

ډیویډ اسپرول د کابل له سقوط وروسته د افغانستان لپاره د کاناډا د ځانګړي استازي په توګه وګمارل شو. طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه بیا واک ترلاسه کړ،‌ خو نړیوالې ټولنې یې لا حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د نورو شرایطو تر څنګ دا شرطونه هم اېښي دي چې هغوی باید د بشر، ښځو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي، د نجونو ښوونځي پرانیزي او همه شمول حکومت جوړ کړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د امریکا په ګډون ډېر هېوادونه له طالبانو سره ملاقاتونه کوي او امریکایي چارواکي هم له طالبانو سره په تعامل کولو ټېنګار کوي.

اړوند

XS
SM
MD
LG