د لاس رسي وړ اتصالات

سفیر محب: د ټرمپ اعلان ته هرکلې وایو


په امریکا کې د افغانستان سفیر حمد الله محب یوه اعلامیه خپره کړیده چې یې د افغانستان په هکله د ټرمپ نوي تګلاره ستایلي ده.

په دغه اعلامیې کې لیکل شویدي چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د افغانستان په هکله د نوي ستراتیژۍ هرکلې کوي او زیاتوي چې دغه فیصله د دواړو ملکونو اړتیاو ته په کتو شویده.

په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت دغه اعلامیه زیاتوي چې د ولسمشر ټرمپ نوي ستراتیژي افغانستان ته هغه څه ورکوي چې افغانستان ورته ضرورت لري، چې پکې د افغانستان د جګړې لپاره د وخت نه ټاکل، د ترهګرو په نښه کول او په پاکستان د ترهګرو ډلو په ضد د اقداماتو لباره فشار اچول شامل دي.

دغه اعلامیه په اخیره کې لیکي چې د امریکا پشان افغانستان هم دا غواړي چې دغه جګړه وګټل شي.

XS
SM
MD
LG