د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او اسرائيل ګډ هیت متحدو عربو اماراتو ته ځي


اسرائیل او عربي متحده اماراتو د اګست په ۱۳مه د سیاسي اړیکو په عادي کولو موافقه وکړه.
اسرائیل او عربي متحده اماراتو د اګست په ۱۳مه د سیاسي اړیکو په عادي کولو موافقه وکړه.

د امریکا او اسرائیل یو ګډ هیت د لومړي ځل لپاره د اسرائیل نه عربي متحده اماراتو ته په الوتکې کې سفر کوي.

د اسرائیل د ملي هوایي شرکت مسؤلین وایي ټاکل شوې په یوې تجارتي الوتکې کې امریکایي او د اسرئیل ګډ هیت د دوشنبې په ورځ عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي.

دا لومړی ځل دی چې یوه تجارتي الوتکه د اسرائیل نه عربي متحده اماراتو ته پرواز کوي.

د اسرائیل د ملي هوایي شرکت یو ویاند مطبوعاتو ته ویلي چې د لومړي ځل لپاره به د دې شرکت الوتکه د تل ابیب نه د ابوظبي ښار ته مستقیم پرواز وکړي.

د امریکا د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ زوم او جګپوړي سلاکار، جیرډ کوشنر تائید کړې چې پدې پرواز کې به هغه او د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین برخه ولري.

د اسرائیل د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا هیت به "مسلکي "وي. په اعلامیه کې ویل شوي چې د اسرائیل د ملي امنیت سلاکار میر بن شابات به د هیت مشري کوي.

دا وروسته تر هغه چې د امریکا په منځګړتوب عربي متحده اماراتو او اسرائیل د سیاسي اړیکو د عادي کولو موافقه وکړله، لومړی ځل دی چې د اسرائیل جګپوړي چارواکي دغه عربي هیواد ته سفر کوي.

د نتن یاهو د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي چې پدې سفر کې به د دواړو هیوادونو تر منځ د هوایي چلند، سیاحت، سوداګرۍ، روغتیا، انرژۍ او امنیت په برخې کې د همکارۍ د ډیروالي په اړه خبرې اترې وشي.

اسرئیل او عربي متحده اماراتو د همدې روانې اګست د میاشتې په ۱۳مې موافقه وکړله چې بشپړه سیاسي اړیکې به پیلوي او د طل ابیب او دوبۍ تر منځ به مستقیم تجارتي پروازونه هم کیږي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتن یاهو ویلي چې کوښښ کوي د تل ابیب نه عربي متحده اماراتو ته د الوتکو د پرواز لپاره د سعودي عربستان د هوایي قلمرو نه کار واخلي. سعودي عربستان د اسرائیل سره رسمي اړیکې نلري او تر اوسه دا هم نده معلومه چې د د دوشنبې د ورځې پرواز به د سعودي د لارې وشي که نه.

د عربي متحده اماراتو د اتحاد ملي هوایي شرکت یوه الوتکه د همدې کال د جون په میاشت کې د طل ابیب په هوایي ډګر کې ښکته شوې وه. پدې الوتکه کې چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره روغتیایي مواد پکې بار و، د فلسطین حکومت ته ورکول کیدل.

خو د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس دغه مرسته وانخیسته ځکه هغه ویل چې د دې پرواز په هکله ورسره سلا مشوره نه وه شوې.

XS
SM
MD
LG