د لاس رسي وړ اتصالات

رضاکاره امریکايي ډاکټران د اوکرايني ماشومانو درملنه کوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د امریکا د متحدو ایالتونو د ډاکټرانو یوه رضاکاره ډله له اوکرایني او پولنډي ډاکټرانو سره په ګډه د اوکرایني ټپي شویو ماشومانو د جراحۍ عملیاتونه په وړیا توګه په پولنډ کې ترسره کوي.

پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل راهیسې، په دغه هېواد کې د جراحي عملیاتو اسانتیا شتون نلري، ځکه ډیر روغتونونه د سرتیرو او د جګړې قربانیانو په درملنې بوخت دي.

د اوکراین د اولکساندریې ښار اوسیدونکی، یوهور چې په غاړه کې د ټپونو له امله سر په سمه توګه نشي خوځولای، وايي:" ۱۲ کلن وم چې د بريښنا ۲۷ زره ولټه لین د شارټۍ له امله مې د بدن ۵۵ سلنه وسوځیدله.‌ "

هغه زیاته کړه چې د جګړې له پیل راهیسې د اوکراین نږدې ټول روغتونونه د پوځیانو او سرتیرو د درملنې او جراحي عملیاتو لپاره ځانګړي شوي. دغه روغتونونه یوازې بیړني جراحي عملیات ترسره کوي.

د ۲۰۱۰م کال راهیسې، د ماشومانو د درملنې لپاره امریکا د رضاکاره ډاکټرانو د ټولنې بنسټ ایښودونکې ګینادي فوزایلوف، په اوکراین کې سوځيدلو ماشومانو ته د وړیا عملیاتونو زمینه هواروي. سږکال په اوکراین کې د جګړې له امله، هغه وکولای شول چې د متخصصو ډاکټرانو یولس کسیزه ډله پولنډ ته بوځي.

هغه د امریکا غږ ته وویل: "زه پر خپل ټیم ویاړم. ځکه دا ټول هغه ژمن او زیار ایستوونکې جراحان دي چې د امریکا په خورا معتبرو طبي مرکزونو لکه د هارورډ او د میشیګان په طبي پوهنتونونو کې یې زده کړې کړي او د سوځیدلو ماشومانو د درملنې لپاره یې له خپلو اړوندو ادارو څخه رخصتۍ اخیستې دي."

ډاکټر ډیویډ براون چې د جراحي څانګې ډاکټر دی او له نږدې لسو کلونو راهیسې له فوزایلوف سره کار کوي، وویل چې د هغه دا کار ډیر مهم دی، ځکه د ماشومانو سوځیدلي ټپونه، د جراحۍ پرله پسې عملیاتونو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه: "ځکه چې د ماشومانو په ودې سره، ټپونه وده نه کوي. له همدې امله، د بدن ټپونه د لاسونو او مړوند په خوځولو او د خولې د پرانیستلو پر مهال، تر فشار لاندې راځي. پداسې حال کې چې د سوځیدو ټپونه نه یوازې پر بدن بد معلومیږي، بلکې په ټولنه کې د سوځیدلې ماشوم پر فعالیت هم ناوړه اغیزه شیندي. "

تر اوسه دغو ډاکټرانو د اوکراین له بېلابېلو سیمو څخه د نږدې ۱۹ ماشومانو عملیات او درملنه کړې ده.

پداسې حال کې چې د ډاکټر فوزایلوف بنسټ د ناروغانو لپاره د تګ راتګ، ځای او خواړو په ګډون ټولې اسانتیاوې برابروي کوي، خو بلخوا د پولنډ په ختیځ کې د لکنزا روغتون بیا د دغسې ناروغانو لپاره ټولې روغتیايي خدمات وړاندې کوي.‌

د دغه روغتون یو مسوول پیوټر توماکا وايي، زموږ روغتون که له یوه اړخه د امریکا څخه راغلي رضاکاره ډاکټرانو ته د جراحي عملیاتو لپاره ټولې اسانتیاوي برابروي، له بله اړخه د عملیاتو د لګښت یوه لویه برخه هم پرغاړه اخلي.

له جراحۍ عملیاتو وروسته بیا اوکرایني ډاکټران د دغو ځوانو ناروغانو د درملنې چارې پرغاړه اخلي.

د امریکايي، پولنډي او اوکرایني ډاکټرانو دغه درې ډلې وايي چې د سوځیدو د جراحۍ لپاره د اړتیا وړ توکو برابرول د دوی یو له مهمو ستونزو څخه ده،‌خو هیله یې څرګنده کړه چې دا ستونزه به ژر حل شي.

XS
SM
MD
LG