د لاس رسي وړ اتصالات

د بښنې نړیوال سازمان: ایران او ترکیه په ناقانونه توګه خپلو هیوادونو ته د افغان کډوالو د تګ مخه نیسي


د افغانستان او ایران په سرحد کې افغان کډوال
د افغانستان او ایران په سرحد کې افغان کډوال

د بښنې نړیوال سازمان د چهار شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږې نهمه) وویل چې ایران او ترکیه د نړیوالو قوانینو خلاف خپلو هیوادونو ته د افغان کډوالو د داخلیدو مخه نیسي.

دغه سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې یاد هیوادونه افغان کډوال په زور باسي چیرې چې هغوی د طالبانو په رژیم کې د مرګ تر کچې ګواښونو سره مخ دي.

وروسته له هغه چې متحدو ایالتونو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې افغانستان پریښود او طالبان واک ته ورسیدل، په سلګونو زره افغانانو خپل هیواد پریښود.

که څه هم یو شمیر هغه کسان چې د بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی وو په الوتکو کې تخلیه شول خو اکثریت نور مجبور شول چې د ځمکې له لارې ایران او بیا ترکیې ته مخه وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاتوي، ډیری دغه کسان بیوزلي دي چې پاسپورت او یا هم د سفر نور قانوني اسناد نلري او دا کار ددې لامل کیږي‌ چې هغوی د سرحدي پولیسو له خراب غبرګون سره مخ شي او بیرته په شاه وتمبول شي.

د یاد سازمان په راپور کې ویل شوي:"د ایران او ترکیې امنیتي ځواکونه په غیر قانوني ډول د مخنیوي او په شاه د تمبولو د تګلارې په توګه په هغو افغانانو ډزې کوي چې غواړي په ناقانونه توګه له سرحد څخه تیر شي، دا کله ناکله د مړینو یا ټپی کیدو لامل هم کیږي."

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې دغه معلومات یې د ۷۴ افغان کډوالو په ګډون چې په دې وروستیو کې په زور ساتنه کړای شوي، د لس ګونو کسانو سره د مرکو پر اساس برابر کړي دي چې په هغوی کې ماشومان او د کورنۍ نور غړي هم شامل دي.

دغه نادولتي بنسټ "د ایراني ‌او د ترکي مامورینو له خوا د ناقانونه قتلونو، پر افغان کډوالو د ډزو، په غیرقانوني‌ ډول د هغوی د ستنولو، په خپل سر ځورونو او نورو ناوړه کړنو په ګډون" ګڼ شمیر موارد ثبت کړي‌ دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې د قتلونو په برخه کې یې په تیر یوه کال کې د ایراني ځواکونو له خوا د ۱۱ او د ترکي ځواکونو له خوا د دریو افغان کډوالو د وژلو اسناد ترلاسه کړي دي.

د نړیوالو قوانینو له مخې، هیوادونه موظف دي چې د پناه اخیستلو د حق او په زور هغو هیوادونو ته د کډوالو د نه ستولو په اړه ډاډ رامنځ ته کړي چې هلته خلک د ځورونو او د بشري حقونو د نقض له نورو مواردو سره مخ کیږي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د موقف سره سم، یاد بنسټ هم په دې باور دی چې افغانستان ته باید هیڅ افغان ستون نکړای شي، ځکه کیدای شي د بشري حقونو د جدي سرغړونو له خطر سره مخ شي.

دغه سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی څو هغو هیوادونو سره مرسته وکړي چې د افغان کډوالو ملاتړ کوي او له اروپا، متحدو ایالتونو او کاناډا څخه یې غوښتي دي چې د هغو افغانانو د ایستلو زمینه مساعده کړي چې د طالبانو له تهدید سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG