د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: ترکیه هغو افغان کډوالو سره مرسته کوي چې په خپله خوښه هیواد ته ستنیږي


افغان کډوال
افغان کډوال

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ترکیې د سرې میاشتې ټولنه له هغه هیواد څخه افغانستان ته پخپله خوښه ستنېدونکو افغان کډوالو سره مرسته کوي.

یاد وزارت نن یکشنبه اګست ۲۱ (زمري ۳۰) په یوې اعلامیې کې د ترکي چارواکو له قوله ویلي چې د دغه هیواد سرې میاشتې ټولنې په خپله خوښه ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د نغدي مرستو کولو پروګرام تر لاس لاندې نیولی دی.

ترکی چارواکو ویلي یو شمېر افغان کډوال چې د کار پیدا کولو لپاره ترکیې ته تللي، په داوطلب ډول خپل هیواد ته په ستنېدو سره به د نغدي مرستې په تر لاسه کولو سره ورته پخپل هیواد کې د مصروفیت زمینه برابره شي.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د مرستیال محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ یو طالب پلاوي د زمري میاشتې پر ۲۷مه په هغه هیواد کې له ترکي چارواکو سره د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

د بیان له مخې طالب پلاوي د ترکیې د کورنیو چارو له وزیر سلیمان سولر او د هغه هیواد له امنیتي معین اسماعیل کتالي سره یې په ترکیه کې د افغان کډوالو د قانوني کېدو، په داوطلب، تدریجي ډول د افغان کډوالو ستنېدو، د ستونزو هواري، د غیر قانوني کډوالۍ د بدیل په توګه د افغان کارګرانو استولو او ځینو نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړي دي.

طالب چارواکي وايي چې دواړو لورو د کډوالۍ په برخه کې د همکارۍ تفاهم لیک او د کډوالو د ستونزو په ګوته کولو په اړه د یو تخنیکي ټېم پر ټاکلو هم هوکړه کړې ده.

په ترکیه کې د میشتو افغانانو د شمیر په اړه دقیق معلومات نشته خو د ۲۰۱۸ کال دمخه د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ اتکل دا و چې په دغه هیواد کې ۱۲۰ زره افغان کډوال اوسيږي.

د کډوالو د ملاتړ ادارې کارکوونکی، انجنیر محمد علي حکمت تېره اونۍ وویل، ددې شمیر سربیره، ۲۸۰ زره افغانان له اسنادو پرته په غیر قانوني ډول په ترکیه کې ژوند کوي.

په ترکیې کې د افغان کډوالو د ملاتړ د ادارې ددغه چارواکي د معلوماتو پر اساس، یوازې په تیرو ۶ میاشتو کې د ترکیې حکومت «شاوخوا ۴۰ زره » افغانان د هغوی د خوښې پرته په چارټر الوتکو کې افغانستان ته ستانه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې یو شمېر ترکي رسنیو له هغه هیواد څخه په زوره افغانستان ته د یو شمېر افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی و.

په تیرو څو میاشتو کې، له ترکیې څخه د لسګونو زره افغان کډوالو د ایستل کېدو او افغانستان ته له ستنولو وروسته، د طالبانو حکومت د روانې اګست میاشتې پر ۱۴مه اعلان وکړ چې ترکیې ته پلاوی لیږي او په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د ترکیې له چارواکو سره خبرې کوي.

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت مرستیال ارسلاخان خروتي پرون یکشنبې اګست ۱۴ (زمری ۲۳) په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې پلاوی یې دا اونۍ ترکیې ته ځي او د ترکیې له چارواکو سره په ځانګړي ډول له دغه هیواد څخه د افغانانو د ایستلو په مسله خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG