د لاس رسي وړ اتصالات

د بښنې نړیوال سازمان د ایتیوپیا تیګري اورپکي په جنګي جرایمو تورن کړل


د بښنې نړیوال سازمان د چهار شنبې په ورځ فبروري ۱۶ (سلواغې ۲۷) وویل چې په ایتیوپیا کې تیګري جنګیالیو احتمالا د امهارا سیمې څخه د وتلو پرمهال په جنګي جنایتونو لاس پوري کړی دی.

یاد سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي دي چې د تیګري د آزادي غوښتونکي جبهې پورې اړوندو جنګیالیو د امهارا په شمالي سیمه کې په لس ګونه ملکي کسان وژلي، کورونه یې لوټ کړي او پر ښځو او حتی ۱۴ کلنو وړو نجونو یې جنسي تیری کړی دی.

ددغه راپور له مخې تیګري قواوو د ۲۰۲۱ کال د اګست او سپټمبر میاشتو پرمهال او د چنا او کوبو سیمو له نیولو وروسته، دغه جنګي جنایات کړي‌ دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د قربانیانو د کورنیو له غړو سره د مرکو له مخې ښکاري چې تیګري قواوو د امهارا ملیشه ځواکونو په وړاندې دغه جنایتونه له حکومتي ځواکونو سره د هغوی د همکارۍ له امله کړي دي.

په شرقي افریقا کې د بښنې د نړیوال سازمان سیمه ایزې مرستیالې سارا جکسن په یوه خبري کنفرانس کې وویل ترلاسه شوي شواهد ښکاره کوي چې تیګري قواوو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې جنګي جنایات او احتمالا د بشر ضد جنایتونه کړي دي.

د بښتې نړیوال سازمان د تیګري له آزادې غوښتونکې جبهې څخه غوښتي دي چې ډیر ژر دغه ناوړه اعمال ودروي او هر څوک چې په جنګي جنایاتو تورن دي، له خپلو لیکو بهر کړي.

په نایروبي کې د بښنې د نړیوال سازمان څیړونکي فیسه ها ټکل امریکا غږ ته ویلي دي چې د بشري حقونو ددغه ملاتړی سازمان راپور له ۳۰ کسانو سره د مرکو پر اساس جوړ شوی کوم چې ظاهرا د تیر کال په سپټمبر میاشت کې د چنا په سیمه کې پرې جنسي تیری شوی دی.

د میرمن فیسه ها په وینا، د هغو کسانو په ډله کې چې جنسي تیری پرې شوی، یوه ۱۴ کلنه نجلۍ او مور یې هم شامل دي او هغوی ته ویل شوي د تیګري ځواکونو پر ضد د بریدونو له امله پر هغوی د غچ اخیستو په خاطر تیری کیږي.

دغې ۱۴ نجلۍ د تیګري ځواکونو په حواله چې پر هغې او مور یې جنسي تیری کړی ویلي دي چې"زموږ پر کورنۍ جنسي تیری شوی او اوس زموږ نوبت دی چې پر تاسې جنسي تیری وکړو."

فیسه ها ویلي دي چې وژنې او جنسي تیري د بشر ضد او جنګي جرایم ګڼل کیږي.

امریکا غږ هڅه وکړه چې د تیګري د آزادې غوښتونکي جبهې سره اړیکه ونیسي څو ددغو تورونو په اړه د هغوی نظر هم ولري خو په دې اړه بریالي نشول.

خو د تیګري جنګیالیو یوه ویاند ګتاچو ردا د بښنې د نړیوال سازمان د راپور په غبرګون کې د چهار شنبې په ورځ پر یوه ټویټ ولیکل چې"موږ دا تورونه جدي نیسو او هر څوک چې مسول وي، پوښتنه به ورڅخه وکړو."

د بښنې د نړیوال سازمان راپور د بشري حقونو د څار سازمان د ډسبمر میاشتې راپور ته ورته دی. د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۱ کال په ډسبمر کې راپور ورکړی وو چې تیګري قواوو په اګست او سپټمبر میاشتو کې په لس ګونه ملکي کسان اعدام کړي دي.

د ایتیوپیا د صدراعظم ابي احمد‌ په مشرۍ د حکومتي ځواکونو او تیګري قواوو ترمنځ نښتې د ۱۴ میاشتو راهیسې روانې دي. د بشري حقونو د ملاتړ سازمانونو ټول اړخونه په جنګي جرایمو، جنسي تیریو او د ملکي افرادو په وژلو تورن کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې په ایتیوپیا کې د ټولو ښکیلو اړخونو له خوا جنګي جنایاتو په اړه څیړنه وکړي او کوم کسان چې مسول دي، عدالت پرې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG