د لاس رسي وړ اتصالات

ایتوپیا کې جګړه؛ امریکا خبرداری ورکړی چې جنګ د حل لار نه


د امریکا متحده ایالتونو د چهار شنبې په ورځ‌ نومبر ۲۴ (لیندۍ۳) خبرداری ورکړی چې د ایتیوپیا د کورنۍ جګړې پای ته رسیدل نظامي حل لاره نلري او دیپلوماسي یې یوازینۍ لار ده.

په داسې حال کې چې د ایتوپیا حکومتي ځواکونه د هغه هیواد په شمال کې د تیګري په سیمه کې له اورپکو سره جګړه کوي، رسنیو خبر ورکړی چې د ایتیوپیا صدراعظم ابي احمد د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او د جګړې مشري کوي.

په ایتیوپیا کې د څه باندې یو کال راهیسې دغه ناورین پیل شوی او دې کار نړیوال غبرګونونه هم راپارولي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوې بیانیې کې ویلي: "په ایتیوپیا کې د جګړې لپاره نظامي حل لاره نشته."

چارواکو ویلي:‌ "موږ له راپورونو خبر یو چې صدراعظم ابي نن په لومړۍ کرښه کې و او رسنیو خبر ورکړی چې مشهورو ایتیوپیایي ورزشکارانو، د پارلمان غړو، ګوندونو او سیمه ایزو رهبرانو هم ویلي دي چې په لومړۍ کرښه کې به له صدراعظم سره یوځای شي."

متحدو ایالتونو له ټولو اړخونو غوښتي دي چې له تحریک کوونکو او جګړې ته له هڅونکو الفاظو څخه ډډه وکړي، له حوصلې او ارامۍ څخه کار واخلي، بشري حقونو ته درناوی وکړي، بشري مرستو ته اجازه ورکړي او له ملکي وګړي دې ساتنه وکړي.

د واشنګټن دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې د افریقا د څانګې لپاره د متحده ایالتونو ځانګړي استازي وویل د حکومتي ځواکونو او تیګري اورپکو ترمنځ د دیپلوماتیک توافق په برخه کې پرمختګونه شوي، خو نوموړي خبرداری ورکړی چې دا پرمختګ په سیمه کې د جګړو په زیاتیدو سره ګواښل کیږي.

د امریکا خاص استازی جیفري فیلټمن تازه د ایتیوپیا له مرکز ادیسه بابا څخه ستون شوی چې هغه په کې د اوربند لپاره هڅې کولې.

دا تر اوسه په دقیقه توګه معلومه نده چې په ۲۰۱۹ کال کې د سولې د جایزې ګټونکی ابي احمد کومې سیمې ته تللی و او رسنیو یې هم عسکونه خپاره کړي ندي.

تیګري اورپکو په وروستیو ورځو کې د ایتیوپیا د پلازمینې ادیس بابا په طرف پرمختګونه درلودلي دي او د ابي احمد د حکومت په ضد له نورو اروپکو ډلو سره یوځای شوي دي.

د ایتیوپیا صدراعظم د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې تیګري قواوي پر ملکي وګړو په برید تورنې کړې او د هغوی پر ضد یې جګړه پیل کړه.

خو قومي تیګري ځواکونو ویلي دي چې د هغه هیواد صدراعظم په ۲۰۱۸ کال کې واک ته له رسیدو وروسته د تیګریانو ځورولو ته مخه کړېده.

XS
SM
MD
LG