د لاس رسي وړ اتصالات

د بښنې نړیوال سازمان وايي‌ طالبانو هزاره ګان وژلي


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

د بښنې نړیوال سازمان وايي چې طالبانو د جولاۍ په میاشت کې د غزني ولایت له نیولو وروسته نهه هزاره ګان په ډله ایزه توګه وژلي دي.

یاد سازمان د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري ۲۸) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي دي چې ددغه سازمان څېړونکو په سیمه کې له شاهدانو سره خبري کړي او د هغوی په وینا، طالب جنګیالیو دغه نهه هزاره ګان د ۲۰۲۱ کال د جولای میاشتې د ۴ او ۶ نیټې ترمنځ د غزني د مالستان ولسوالۍ په موندرخت کلي کې وژلي دي.

د یوه شاهد په وینا طالبانو د هغوی شپږ تنه په مرمۍ وویشتل او درې تنه یې په شکنجه کولو سره له منځه وړي، یو تن یې د هغه د غاړې په دستمال خفک کړی دی.

د بښنې سازمان، په دې راپور کې لیکلي‌ چې دا ډول "وحشیانه وژنې" د هغو وژنو محدودې بیلګې دي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د ډلې له خوا شوي دي. د یاد سازمان په وینا طالبانو په اکثریت سیمو کې چې نیولي دي، ټلفوني خدمات بند کړي او خلک نشي ‌کولای له نورو سره خپل عکسونه او ویډیوګانې شریکې کړي.

د بښنې د نړیوال سازمان رئیسې اګنس کالامارتا ویلي‌ دي د طالبانو اعمال د یادې ډلې تیرې کړنې د خلکو په ذهنونو کې تازه کوي.

میرمن کالامارتا ویلي دي چې "دغه وحشیانه وژنې" چې په سړه سینه ترسره شوي، د طالبانو د حاکمیت د ناوړه وخت ښکارندويي کوي.

د یاد سازمان د رئیسې په وینا د طالبانو هدفي وژنې دا په اثبات رسوي چې د طالبانو په واکمني کې مذهبي اقلیتي ډلې له خطر سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي‌ دي‌ چې د یوه بیړني پریکړه لیک له لارې له طالبانو وغواړي چې نړیوالو بشري قوانینو ته درناوي وکړي او قومي او مذهبي مسایلو ته په نه پام سره، د افغانستان د ټولو اتباعو خوندیتوب تضمین کړي.

دغه سازمان همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي دي‌ چې په ټول افغانستان کې د بشري سړغړونو او جرایمو په اړه د شواهدو د راټولو او مستند کولو په برخه کې موثر څیړنیز میکانیزم جوړ کړي.

د طالبانو ډله د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ۱۵ نیټه کابل ته ننوته او تر اوسه یې د بښنې د نړیوال سازمان ددغه تحقیقي راپور په اړه څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG