د لاس رسي وړ اتصالات

یونسکو: د افغانستان کلتوري شتمنۍ دې وساتل شي


د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان "یونسکو" ویلي دي چې په افغانستان کې به فرهنګي میراثونو ته هر ډول زیان، په هغه هیواد کې تل پاتې سولې او د بشري مرستو څرنګوالي ته زیان رسول وي.

یونسکو د پنجشبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري ۲۸) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فرهنګي میراثونو د مسلکي کارکوونکو او هنرمندانو د کار لپاره د خوندي چاپیریال د رامنځ ته کیدو په ضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل چې هغوی‌ "د افغانستان د ملي یووالي او ټولنیز جوړښت لپاره مرکزي رول لوبوي."

ددې اعلامیې په حواله د افغانستان پراخ فرهنګي‌ میراثونه چې ددغه هیواد له تاریخ او هویت سره نه بیلیدونکی تړاو لري او په ټوله کې بشریت ته ارزښت لري، باید وساتل.

د کابل موزیم، د هرات زوړ ښار، د جام منار او د بامیانو تاریخي آثار د افغانستان تاریخي شتمنۍ دي چې یونسکو هغوی ته اشاره کړېده.

طالبانو په ۱۹۹۰ لسیزه کې د بامیان ولایت تر نیولو وروسته، د بودا مشهورې مجسمې "شهمامه او صلصال" له منځه یوړې.

د یونسکو سازمان رئیس آدري ازولي د نړیوالو قوانینو پر اساس د افغانستان د بیلایبلو فرهنګي شتمنیو د ساتنی غوښتنې کړې او هغوی ته یې د زیان رسیدو او لوټ کیدو د مخنیوي په هدف د اړینو اقداماتو غوښتنه کړېده.

XS
SM
MD
LG