د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې سازمان: طالبانو د افغانستان د پخواني حکومت غړي په پراخ او سیستماتیک ډول وژلي


د بخښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د پخواني حکومت غړي په پراخ او سیستماتیک ډول وژلي دي.

دې سازمان په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو راپور د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري اتمه) خپور کړ.

د بخښنې نړیوال سازمان پدې راپور کې د طالبانو حکومت تورن کړی چې د مقاومت جبهې او داعش غړي او نور داسې کسان چې د طالبانو له امر څخه یې سرغړونه کوله، له محاکمې پرته اعدام کړي دي.

پدې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته په افغان ټولنه کې د ښځو حضور سخت محدود شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې، طالبانو د واک په لومړیو لسو میاشتو کې لږترلږه ۲۳۷ کسان له محاکمې پرته وژلي دي. ددغه سازمان د سویلي آسیا څېړونکي زمان سلطاني، امریکا غږ ته وویل چې تر لومړنیو لسو میاشتو وروسته هم دغه لړۍ غځېدلې ده.

ښاغلي سلطاني وویل: "د طالبانو له لوري د وژنو شمېره تر دې ډېره لوړه ده او له بده مرغه موږ هره ورځ په افغانستان کې د غیرقانوني وژنو شاهدان یو."

طالبانو د بخښنې د نړیوال سازمان د تازه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې دغه راز راپورونه رد کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په دغه راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) له قوله لیکلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې څخه د ۲۰۲۲ کال د جون تر میاشتې، ۲۱۰۰ کسانو ته په ترهګریزو پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG