د لاس رسي وړ اتصالات

د بښنې نړیوال سازمان: تیر کال نړۍ کې ۸۸۳ تنه اعدام شوي


د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې تیر کال ۶ هیوادونو په بشپړه یا جزوي توګه د اعدام سزا لغوه کړې.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې تیر کال ۶ هیوادونو په بشپړه یا جزوي توګه د اعدام سزا لغوه کړې.

د بښنې نړیوال سازمان پخپل تازه راپور کې چې د بریتانیا پر وخت یې سه شنبه مې ۱۶ (غوایي۲۶) خپور کړی ویلي چې تیر کال په ټولې نړۍ کې ۸۸۳ تنه اعدام شوي چې د ۲۰۱۷ کال راپدیخوا دومره ډیره کسان نه و اعدام شوي.

په راپور کې ویل شوي چې د ټولې نړۍ ۲۰ هیوادونو په ۲۰۲۲ کال کې خلک اعدام کړي او پکې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله دا شمیر ۵۳ په سلو کې لوړ شوی.

د دې نړیوال سازمان په راپور کې دا ندي ویل شوي چې څومره کسان تیر کال په چین کې اعدام شوي خو دومره پکې ویل شوي چې د ټولې نړۍ څخه ډیر کسان هر کال په همدې هیواد کې اعدامیږي.

تر چین وروسته ایران په نړۍ کې دویم هیواد دی چې ډیر کسان یې تیر کال اعدام کړي. ایران تیر کال ۵۷۶، سعودي عربستان ۱۹۶، مصر ۲۴ او متحده ایالاتو ۱۸ کسان اعدام کړي.

د راپور له مخې دومره ډیر کسان چې تیر کال سعودي عربستان اعدام کړي، په تیرو ۳۰ کالونو کې ساری نلري.

سعودي عربستان تیر کال ۸۱ کسان چې د ترهګرۍ په ګډون په ګڼ شمیر تورونو تورن و، په یوه ورځ اعدام کړل. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې ویلي ډیر احتمال شته چې دغه ۸۱ کسان چې اعدام شوي، په عادلانه توګه به محاکمه شوي نه وي او دا کار یې د سعودي عربستان د "مستبدانه او ظالمانه واکمنۍ" څرګندی وباله.

دې ادارې ویلي چې په ۸۱ اعدام شویو کې ۴۱ یې د سعودي عربستان شیعه ګان وو چې د پخوا راهیسې ورسره د حکومت لخوا په سیستماتیکه توګه تشدد کیږي.

خو سعودي عربستان ویلي چې په اعدام شویو کې اوه یې د یمن او یو یې د سوریې وکړي وو چې د اسلامي دولت یا داعش، القاعدې ، حوثي یاغیانو او یا نورو ترهګریزو سازمانونو سره یې اړیکې درلودې.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د چین تر څنګ په شمالي کوریا و ویتنام کې هم د مرګ سزا ډیره شوې خو د چین په شان پدې هیوادونو کې هم د معلوماتو نه خپریدو له کبله نه معلومیږي چې هلته څومره کسان اعدام شوي.

د دې نړیوالې ادارې په راپور کې په ځانګړي توګه ویل شوي چې په سعودي عربستان، ایران او مصر کې په یو ځل د ډیرو اکسانو د اعدام کولو پیښې ډیرې وې.


په کلني راپور کې دا هم ویل شوي چې د مظاهره چیانو او مخالفینو ځپل یو دلیل دی چې تیر کال یې له کبله اعدامونه ډیر شوي و خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې تقریباً ۴۰ په سلو کې کسان چې تیر کال د مرګ په سزا محکوم شوي او اعدام شوي د مخدره موادو اړوند جرمونه یې کړي و او یا یې پکې لاس درلود.

دا اداره وایي چې د دې جرمونو په خاطر د خلکو اعدام کیدل د نړیوالو بشري حقونو څخه سرغړاونه ده ځکه چې پدې قانون کې یوازې هغو کسانو ته د مرګ د سزا ورکولو اجازه شته چې بل تن یې په قصدي توګه وژلی وي.

د بښنې نړیوال سازمان داسې مهال دا راپور خپروي چې ایران په یوې اوونۍ کې اته تنه اعدام کړي. د ایران د عدلیې وزارت ویلي چې دا پنځه تنه یې د مخدره موادو وسله وال قاچاق په تور اعدام کړي دي.

د ایران د عدلیې وزارت ویبسایټ [میزان] ویلي دي چې دا کسان «مجرمان او د مخدره موادو د وسله وال قاچاق کوونکي» وو چې د ایران د عالي محکمې په حکم اعدام کړل شول.

د میزان ویبسایټ د ایران د جنوبي ولایت «هورمزګان» د محکمې د مشر مجتبی غرماني له خولې لیکلي دي چې په دغو کسانو باندې«د اعدام حکم په سهار کې د بندر عباس او میناب په زندانونو کې تطبیق» شوی د

د بښنې د نړیوال سازمان مشرې اګنیس کالامارد ویلي اوس یې وخت رارسیدلی چې د نړۍ حکومتونه او ملګري ملتونه په هغو هیوادونو فشار راوړي چې په ښکاره توګه د بشري حقونو څخه سرغړاونې کوي او دا یقیني کړي چې نړیوال محافظتي اقدامات عملي کیږي.

میرمن کالامارد دا هم ویلي چې "د هیله مندۍ لږه څرکه" پیدا شوې ځکه چې د نړۍ ۶ هیوادونو تیر کال د اعدام سزا یا په بشپړه توګه او یا هم جزوي توګه لغوه کړې. دا هیوادونه د مرکزي افریقا جمهوریت، استوایي ګیني، قزاقستان، پاپوي ني ګیني، سیرا لئون، او زامبیا دي.

XS
SM
MD
LG