د لاس رسي وړ اتصالات

صالح: بهسود کې د پوځ د هیلوکوپتر غورځوونکي باید مجازات شي


ښاغلي صالح په خپل فیسبوک کې دا خبر خپور کړی دی
ښاغلي صالح په خپل فیسبوک کې دا خبر خپور کړی دی

د جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړی مرستیال، امرالله صالح وایي هغوي چې د بهسود په ولسوالۍ کې یې د اردو هیلوکوپتر غورځولی، باید مجازات شي.

د ملي دفاع د وزارت د معلوماتو له مخې د عبدالغني علیپور پورې اړوند وسله والو تیره اوونۍ د افغانستان د ملي اردو یو هیلوکوپتر غورځولی. پدې پیښه کې د الوتکې د عملې او څلورو پیلوټانو په ګډون نهه تنه ووژل شول.

علیپور چې په قوماندان شمشیر هم شهرت لري د آزادۍ راډیو سره په خبرو کې تائید کړې چې دا الوتکه د هغه پورې اړوندو وسله والو غورځولې او دا کار یې توجیه کړی هم دی.

د آزادۍ رادیو د علیپور له قوله ویلي، " په جګړې کې الوتکې غورځیږي، یا خلک وژل کیږي یا ټانګ او کورونه اور اخلي. دا یو معمول شی دی."

په همدې حال کې امر الله صالح نن دوشنبه، مارچ ۲۲ (وري۲) په فیسبوک کې لیکلي: " په کومه شپه چې د بهسود په ولسوالۍ د اردو الوتکه غورځیدلې، هلته د هیچا پر ضد هیڅ ډول نظامي عملیات نه و پلان شوي."

ښاغلي صالح پخپلې لیکنې کې پرته د دې چې د علیپور یا بل چا نوم واخلي، لیکلي دي چې دا اقدام یې د افغان امنیتي ځواکونو په خلاف "جرم" بللی.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت د میدان وردک د بهسود په ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي.

وزارت ویلي چې پدې عملیاتو کې د غیرې مسؤلو وسله والو د چاودیدونکو موادو او وسلو یوه غټه ذخیره یې کشف کړې.

وزارت د عملیاتو په ترڅ کې تر لاسه شوي شعارونه هم خپاره کړي چې پکې لیکل شوي، "مقاومت او آزادي". وزارت ویلي چې دا شعارونه د غیرې مسؤلو وسله والو پورې اړوند دي.

بل پلو د سیمې نه را رسیدلي راپورونه وایي چې پخپله علیپور او وسله وال یې د سیمې نه تښتیدلي او د هغوي پر ضد نظامي عملیات روان دي.

قوماندان علیپور دوه کاله وړاندې هم د غیرې مسؤلو وسله والو درلودو او د ملکي کسانو د زورولو په تور نیول شوی و. خو د نیول کیدو نه دوه ورځې وروسته په کابل او بامیان کې د هغه په پلوۍ مظاهرې وشوې او په ضمانت خوشې شو.

علیپور د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست سره پخپلې ژمنې کې لیکلي و: " د مشرانو او سپین ږیرو په ضمانت حاضر یم چې د تحقیقاتو تر بشپړېدو پورې په کابل کې په یو مناسب ځای کې اوسم او هره ورځ به امنیتي ادارو ته ځواب ورکوم. "

د افغانستان د هغه وخت د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي د علیپور خوشې کیدل د "زهرو د جام" د څښلو سره تشبیه کړي و او تاکید یې کړی و چې د بې قانوني پر ضد باید چوپه خوله پاتې نشي.

XS
SM
MD
LG