د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردګو کې د هلیکوپټرې غورځېدلو له امله د افغان پوځ ۹ منسوبین وژل شوي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې تیره شپه د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان پوځ د هوايي ځواک د ۷۷۷ لوا MI-17 ډوله هلیکوپټره لویدلې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي چې په دې پېښه کې د افغان پوځ ۹ منسوبین وژل شوي دي.

د فواد امان په وینا په وژل شویو کسانو کې څلور پیلوټان او د پوځ پنځه منسوبین شامل دي.

تر اوسه د دغې هلیکوپټرې د لویدلو لامل څرګند شوی نه دی، خو ښاغلي امان ویلي چې په اړه یې څیړنې پیل شوې دي.

همداشان د افغانستان د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې افغان ځواکونو د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو په خلاف عملیات هم ترسره کړي دي.

په بیان کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې ۱۰ طالب جنګیالي وژل شوي، اوه نور ټپیان دي او د دغې ډلې یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

دفاع وزارت ویلي چې په دغو عملیاتو کې درې شکمن کسان نیول شوي هم دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG