د لاس رسي وړ اتصالات

پېښورکې د ناپیژاندو وسله والو برید کې یو افغان نرښځی وژل شوی


د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ناپيژاندو وسله والو د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۶(مرغومې پنځم) د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز د پیښور ښار د فقیراباد په سیمه کې دعبیدي په نوم یو افغان نرښځی وژلی دی.

د پېښور د فقیراباد د سیمې د پولیسو مشر اسامه امین چیمه رسنیو ته ویلي چې په عبیدي باندې ناپيژاندو موټر سایکل سپرو د سه شنبې په ورځ د پېښور د فقیر اباد پل سره نږدې دزې کړي چې له امله یې هغه وژل شوی او وسله وال د پیښې له ځایه تښتیدلي دي.

اسامه امین چیمه، ویلي چې د پیښې په تړاو پلټنې پیل شوي او د وژل شوي نرښځې مړی یې د عدلي طب د معایناتو لپاره روغتون ته لېږلی دی.

خو د پولیسو دغه مشر ویلي چې سمدستي ددغه نرښځې پېژندګلوی نه ده شوې ځکه چې د هغه په وینا د برید پرمهال دغه نرښځې سره د پیژندګلوۍ پاڼه او نور اسناد نه وو.

د خېبر پښتونخوا په ایالت کې د نرښځيانو د ټولنې مشر ارزو خان امریکا غږ ډیوه ته ویلي چې د عبیدي په نوم وژل شوی نرښځې د افغانستان اوسیدونکی و او اوس مهال د پېښور ښار په پتنګ چوک کې په یوه پلازه کې اوسیده.

ارزو خان ویلي، چې خېبر پښتونخوا او په ځانګړي ډول پېښور کې د نرښځیانو پر ضد د تاوتریخوالي کچه په چټک ډول د پراخیدو په حال کې ده او په وروستیو کلونو کې په دغه ایالت کې د غیرت په نوم د وژنو په ګډون په بیلابیلو پیښو کې له ۱۲۰ څخه زیات نرښځیان وژل شوي دي.

ارزو خان ویلي چې د خېبر پښتونخوا په ایالت کې په دې وروستیو کې د نرښځیانو د ځورولو تر یوولس سوو څخه زیاتې پېښې ثبت شوي دي.

تردې پېښې دمخه د روان ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۱۲ (لړم ۲۱) هم د پېښور د پتنګ چوک سیمې سره نزدې یوه پلازه کې د غزل په نوم یو نرښځې ناپيژاندو کسانو په چړو وهلی و او وژلی وو.

همداشان سږکال د فبرورۍ په ۱۹ هم د سوات په سیمه کې د یو وسله وال په ډزو کې د اسامه عرف ماه نور په نوم نرښځی وژل شوی او اسرار نرښځې چې په ګلالۍ مشهور و ټپي شوی وو.

ددې سربیره د روان کال د فبرورۍ په ۱۲ د خیبرپښتونخوا د کوهاټ په جرما سیمه کې په یو وسله وال برید کې د مشي خان په نوم یو نرښځی وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وو.

د نرښځیانو د ټولنې مشر ارزو خان وایي، دوی وخت په وخت د نرښځیانو د وژل کېدو او ځورول کېدو پرضد احتجاجونه کړي او د اړوند چارواکو سره یې غونډې کړې دي خو د دوی احتجاجونو او غونډو هېڅ کومه نتیجه نه ده ورکړې.

په پاکستان کې د نرښځیانو د ټولنې د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته تر ۲۷۱ پورې افغان نرښځیان دغه هیواد ته کډه شوي دي.

په پیښور کې څو تنو نرښځیو امریکا غږ اشنا ته ویلي چې د طالبانو ترواک لاندې یې ژوند د ګواښونو سره مخ و چې له امله یې دوی خپل هیواد پریښودلو ته اړشوي دي.

پاکستان کې مېشت افغان نرښځيان د قانوني اسنادو نه لرونکو پر ضد د پاکستان د حکومت وروستیو عملياتو پیلېدو راهیسې خورا ویریدلي او وایي چې د مقاماتو له ویرې کوڅو ته له وتلو ډډه کوي.

دوي بيرته افغانستان ته ستنيدل نه غواړي او ادعا کوي چې ډیر نرښځيان افغانستان ته د ستنېدو وروسته بندیان شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG