د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې دوه نرښځیان وژل شوي دي


پولیسو د دغو کسانو د وژلو علت نه دی معلوم کړی
پولیسو د دغو کسانو د وژلو علت نه دی معلوم کړی

په پاکستان کې پولیس وايي د پنجاب ایالت په ساهیوال سیمه کې یې له یو کور څخه د دوو نرښځیانو مړي موندلي دي.

د پولیسو په وینا دا مړي په یو کور کې وو چې دروازې یې بندې وې.

یو پولیس چارواکي محمد علي ضیا رویټرز ته وویل داسې ښکاري چې دا دوه کسان لومړی ښه وهل شوي، شکنجه شوي او بیا وژل شوي دي.

پولیس وایي ښايي دا نرښځیان څو ورځې مخکې وژل شوي وي مګر د دغو نرښځیانو د وژلو علت لا معلوم نه دی.

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان وايي چې د نرښځیانو ژوند تریخ دی او ډېر کله یې خلک د ننګ او غیرت په نامه هم وژني.

پولیس لا نه دي ویلي چې د دغو کسانو د وژلو په تور څوک نیول شوي دي کنه.

د پنجاب د ساهیوال په سیمه کې څه موده مخکې یو بل نرښځی په عام محضر کې ژوندی وسوځول شو چې ډېرو خلکو یې ننداره وکړه. د بشري حقونو فعالانو وویل چې دغه نرښځي غوښتل له جنسي تیري ځان وژغوري.

څه موده مخکې په پاکستان کې د(THEM)په نامه یوې ټولنې د نرښځیانو د ژوند او هغوی ته د ورپېښو ګواښونو په اړه یوه څېړنه خپره کړه.

په څېړنې کې ویل شوي وو چې د ٢٠١٥ کال راپدیخوا ٦٥ نرښځیان وژل شویدي او "غمیزه دا ده چې د نرښځېانو سره د ظلم او تشدد پیښو ته حکومت پام نه کوي".

XS
SM
MD
LG