د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیې کې په یوې کلیسا باندې په برید کې یو کس وژل شوی


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه جنوري ۲۸ (سلواغه اتمه) وویل چې وسله والو کسانو په استانبول کې د ایټالویانو په یوې کلیسا برید کړی او یو کس یې وژلی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یریلیکایا وویل داسې ښکاري چې وسله وال په یو کس پسې ورغلي وو او د لسګونو کسانو په منځ کې یې همدا یو کس وېشتلی او وژلی دی.

د ترکیې مقاماتو د وژل شوي کس نوم سي ټي ښودلی او وایي چې د برید انګیزه لا معلومه نه ده. د وژل شوي کس په اړه یې معلومات نه دي خپاره کړي.

د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس دا برید په کلکه غندلی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت هم دا برید غندلی او ویلي دي چې په دې اړه یې تحقیقات او د بریدګرو لټون هم پیل کړی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغې ایټالوۍ کلیسا پاپ ته تسلیت ویلي دي‌ او زیاته کړې ده چې د بریدګرو د نیولو لپاره به یې «لازمي ګامونه» اخیستي.

په سیمه کې مقاماتو ویلي دي چې دا برید د یو لړ مذهبي مراسمو په ترڅ کې، چې ۴۰ کسان په کې وو، شوی دی.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایاني دا برید غندلي دي ‌او د ترکیې له مقاماتو یې غوښتي دي چې بریدګر پیدا کړي.

چارواکي وايي په دغه برید کې بل چا ته زیان رسېدلی نه دی.

تېرکال د ډسمبر په میاشت کې په ترکیې کې چارواکو وویل چې د داعش ډلې سره یې د تړاو لرلو په تور ۳۲ کسان نیولي دي،‌ چې د دوی په خبره غوښتل یې په کلیساو، کنیساو او د عراق په سفارت بریدونه وکړي.

د داعش ډلې په ترکیې کې یو لړ بریدونه کړي‌ دي. په ترکیې یې په ۲۰۱۷ کې په یو نایټ کلب کې د دعش په برید کې ۳۹ تنه ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG