د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې نهه سرتیري د عراق په شمال کې وژل شوي


د ترکیې پوځ وایي چې په سیمې کې د کردي وسله والو په خلاف عملیات روان دي.
د ترکیې پوځ وایي چې په سیمې کې د کردي وسله والو په خلاف عملیات روان دي.

د ترکیې دفاع وزارت وایي نهه سرتیري یې جمعه جنوري ۱۲ (مرغومي ۲۲) د عراق په نیمه خپلواکې سیمې کردستان کې په یو برید کې وژل شوي چې ملامتي یې په کردي وسله والو اچول شوې.

دې وزارت په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې وسله والو کوښښ کاوه د عراق په شمال کې دې نظامي اډې ته ننوزي. په برید کې اته سرتیري ټپي شوي هم دي چې درې یې ښه کاري ټپي شوي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې په برید کې ۱۲ وسله وال هم وژل شوي او د ترکیې سرتیرو په سیمې کې د پاتې نورو وسله والو پسې عملیات پیل کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د وژل شویو سرتیرو د کورنیو غړیو سره غمشریکي څرګنده کړې.

ښاغلي فیدان په یوې اعلامیې کې ویلي، "مونږ به د خپلو سرحدونو دننه او دباندې د کردانو کارګر ګوند له منځه وړلو پورې جګړه کوو".

د دې برید څخه درې اوونۍ وړاندې هم وسله والو د عراق په شمال کې چې کوښښ یې کاوه د ترکیې یوې نظامي اډې ته ننوزي، په جګړې کې ۱۲ ترکي سرتیري وژلي و.

چارواکو ویلي و چې دا پیښه د تیر کال ډسمبر میاشتې په ۲۲ مې شوې وه چې شپږ ترکي سرتیري په همدې ورځ په جګړې کې وژل شوي او شپږ نور یوه ورځ وروسته د کردي وسله والو سره په جګړې کې ووژل شول.

د ترکیې پوځ د همدې بریدونو په غبرګون کې په عراق او سوریې کې د کردي وسله والو ځیني مرکزونه بمبارد کړل چې د دفاع وزیر یاسر ګولر په وینا لس ګونه وسله وال پکې وژل شوي او ټپي شویدي.

ترکي چارواکو تر اوسه ندي ویلي چې آیا د جمعې ورځ دا تازه برید او درې اوونۍ وړاندې بریدونه د عراق په شمال کې د ترکیې په عینې نظامي اډې شویي که نه.

ترکیې په تېرو ۲۵ کلونو کې د کردستان د کارګر ګوند (پي کی کی) پر وړاندې چې ترکیه یې یو ترهګر سازمان ګڼي، د عراق په شمال کې څو پوځي اډې جوړې کړې دي.

د کردانو کارګر ګوند یا پي کې کې چې د عراق په شمال کې مرکزونه لري، د څو لسیزو راپدیخوا د ترکیې په خلاف وسله وال بغاوت کوي. ترکیه، متحده ایالات او غربي هیوادونه دا ډله ترهګر سازمان بولي.

د کردانو دا بغاوت د ۱۹۸۴ کال راهیسې روان دی چې تر دې دمه پکې لسګونه زره کسان وژل شویدي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اکتوبر په میاشت کې ژمنه وکړه چې په عراق او سوریه کې به په "ترهګریزو" اهدافو باندې خپل بریدونه پراخ کړي.

د کردستان د کارګر ګوند چې له لسیزو راهیسې د ترکیې له حکومت سره په خونړۍ جګړه کې ښکیل دی، په وروستۍ پيښه کې یې د ترکیې په پلازمینې انقره کې د اکتوبر د لومړۍ نیټې د ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیست. په هغه برید کې د ترکیې د پولیسو دوه مامورین ټپیان شوي وو .

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG