د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې یوې چاودنې ۱۵ ملکي خلک ووژل


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي ماین طالبانو ښخ کړی و
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي ماین طالبانو ښخ کړی و

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د چهارشنبې په ماښام (نومبر۲۷) په کندز کې د سړک غاړې ماین یوې چاودنې ۱۵ ولسي خلک ووژل.

پېښه د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د امام الدین په څلور لارې کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپل ټویټر کې دا د وسله والو طالبانو کار بلل دی.

ویل کیږي چې په پېښه کې دوه تنه نور ژوبل شوي دي. سیمه ایزې رسنۍ وايي چې دا خلک په سراچه ډول موټر کې ناست وو او یو واده ته تلل چې چاودنه پرې شوې ده.

تر اوسه د دغه برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دا ملکي کسان داسې مهال وژل کیږي چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو له کبله اندېښنه ښودلې ده. یوناما وايي چې د روان کال په نهو میاشتو په روان تاوتریخوالي کې ۲۵۶۳ ملکیان وژل شوي دي.

په دغه تاوتریخوالي کې ۵۵۷۶ کسان نور ژوبل شوي هم دي. یوناما وايي دا ۲۰۱۴ کال راپدیخوا تر ټولو ډېر ملکي تلفات دي چې په نهو میاشتو کې اوښتي دي.

د ملکي تلفاتو ډېره برخه د وسله والو طالبانو د بریدونو له کبله بلل شوي. د یوناما په راپور کې په ملکي تلفاتو کې حکومتي ځواکونه او "حکومت پلوه" عناصر هم ګرم بلل شوي.

XS
SM
MD
LG