د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د سړک غاړې ماین چاودنې امنیتي کسان وژلي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په پاکستان کې چارواکي وايي په کراچۍ کې د سړک غاړې د ماین یوې چاودنې درې تنه ووژل چې امنیتي سرتېري هم په کې شامل دي.

چاودنه د جمعې په ورځ جون۱۹ (غبرګولي۳۰) د سند ایالت د ګهوتکي په ښار کې وشوه.

چاودنه د پاکستان د "رنجر"امنیتي ځواکونو موټر ته نژدې شوې ده. په سند کې یو امنیتي چارواکي حافظ عبدالقادر د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې په چاودنه کې د دغو ځواکونو دوه غړي هم وژل شوي دي.

یو بل امنیتي سرتېري چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي پېښه او په برید کې د وژلو شویو کسانو شمېر تایید کړ.

تر دې دمه د دغه برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی او نه هم پاکستاني چارواکو کومې ډلې ته د پړې ګوته نیولې دې.

د سند په کلیوالو سیمو کې تر ډېره بې وزلې کورنۍ او مزدورکاران ژوند کوي او زورور فیوډالان او ځمکوال په کې حاکم دي. د راپورونو له مخې په دغو زراعتي ځمکو کې کار مزدوران کوي خو ډېر حاصلات او ګټه ترې زورور ځمکوال اخلي.

د پاکستان په دغو لېرو پرتو سیمو کې بې وزلې کورنۍ روغتیايي اسانتیاو او نورو ټولنیزو خدمتونو او ماشومان یې تعلیم او ښوونځیو ته لاسرسی نلري.

په ۲۰۱۷ کې د سند په ایالت کې د صوفیانو په یو زیارت کې ځانمرګی برید وشو او شاوخوا ۹۰ کسان په دغه پیښه کې ووژل شول. د داعش ډلې ادعا وکړه چې دا برید هغوي کړی دی.

پاکستان وايي چې په خپله خاوره کې یې د اورپکو ډلو په ضد قوي عملیاتونه کړي او دا ډلې یې ځپلې دي، خو راپورونه وايي چې لا هم د پاکستان په ځینو برخو کې اورپکې ډلې فعالې دي.

په سند کې دا چاودنه داسې مهال کیږي چې پاکستان د لشکر طیبه څلور غړي د ترهګرو د مالي ملاتړو په تور محکوم کړل. په لاهور کې یوې ځانګړې محکمې د لشکر طیبه دوه غړي په پنځو کلونو او دوه نور یې په یو کال بند محکوم کړل.

دا ډله په هند کې په یو شمېر ترهګریزو بریدونو کې په لاس لرلو تورنه ده.

XS
SM
MD
LG