د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې د افغان پوځ یو لوړپوړی جنرال ووژل شو


دا پیښه د گرشک او موسی قلعه د ولسوالیو د سیمنار په سیمه کې پیښه شوې ده.
دا پیښه د گرشک او موسی قلعه د ولسوالیو د سیمنار په سیمه کې پیښه شوې ده.

د هلمند ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، تیر ماښام د دغه ولایت د ګرشک او موسی کلا ولسوالیو تر منځ د سيمنار دښتې په سیمه کې د افغان وسله‌وال پوځ د ۲۱۵ میوند قول اردو د درېمې لوا قوماندان جنرال عطامیر آګاه د ماین په چاودنه کې وژل شوی او څلور ملګري یې ټپيان شوي دي.

د ګرشک ولسوال شریف خان امریکا غږ ته وویل، چې جنرال عطا میر آګاه هغه مهال ووژل شو، چې د ګرشک او موسی کلا ولسوالیو تر منځ سیمه کې د ملي اردو پر یو کمپ د حکومت وسله‌والو مخالفینو برید کړی وو.

د ګرشک ولسوال وویل، جنرال آګاه د افغان امنیتي ځواکونو د مرستې لپاره د پېښې د ځای په لور روان وو چې موټر یې د سړک غاړې پر یو ښخ شوي ماین وربرابر شو.

د ۲۱۵ میوند قول اردو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل، د سيمنار دښتې په سیمه کې د حکومت وسله‌والو مخالفینو په یو بل برید کې د ملي اردو ۱۶ سرتیري وژل شوي او ۹ نور لادرکه دي.

سرچینې وویل دا شمیر سرتیري د جنرال عطامیر آګاه جنازه له سیمې څخه لیږدوله چې وسله‌ والو ورباندې برید وکړ.

نه افغان امنیتي چارواکو او نه هم وسله‌ والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG