د لاس رسي وړ اتصالات

انجلینا جولي د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دنده خوشې کوي


انجلینا جولي د جمعې په ورځ ډسمبر ۱۶ (لیندۍ ۲۵) اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره د څه دپاسه ۲۰ کلونو کار کولو وروسته د UNHCR د ځانګړې استازې په توګه د دندې څخه استعفا کوي.

د هالیووډ مشهورې هنرمندې ۴۷ کلنې انجلینا جولي د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ سره له ۶۰ زیات ساحوي ماموریتونه ترسره کړي او په تیرو دوو لسیزو کې یې د میلیونونو بې ځایه شویو خلکو سره د خواخوږۍ په پار د هغوی ستونزې په ډاګه کړي دي.

آغلې جولي په یو بیان کې ویلي: "د ملګرو ملتونو په سیسټم کې د ۲۰ کلونو کار کولو وروسته زه احساس کوم چې زما لپاره ددې وخت رارسیدلی چې په بل ډول کار وکړم، په مستقیم ډول د کډوالو او سیمه ایزو سازمانونو سره ښکیل شم، او د حل لپاره د دوی د دفاع ملاتړ وکړم."

میرمن جولي زیاته کړې چې: "زه به په راتلونکو کلونو کې د کډوالو او نورو بې ځایه شویو خلکو سره د مرستې لپاره ټول هغه څه وکړم چې په وس کې مې دي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ هغه د کډوالو د حقونو یوه تر ټولو اغېزمنه ملاتړې بللې ده.

د اسکار جایزې ګټونکې امریکایي ستورې د ۲۰۰۱ کال راهیسې د UNHCR سره کار کوي او په ۲۰۱۲ کال کې ددې سازمان ځانګړې استازې شوه.

UNHCR وویل، په دې پراخ رول کې، هغې د کډوالو په اړه پوهاوی او ملاتړ رامینځته کړ او د هغو خلکو لپاره یې د بیړني حل غوښتنه وکړه چې تېښتې ته اړ شوي دي.

د سویس په ژنیو کې د ملګرو ملتونو دغې میشتې ادارې وویل چې جولي "په نه ستړي کیدونکي توګه کار کړی ... چې د کړاوونو د کیسو، هیلو او انعطاف شاهده اوسي."

انجلینا جولي د خپل دغه شل کلن ماموریت په ترڅ کې څو ځلې افغانستان او پاکستان ته سفر کړی او هلته یې د افغان مهاجرو او په افغانستان کې دننه د بیځایه شویو افغانانو سره لیدلي، د هغوی د دردونو او ستونرزو کسې یې اوریدلي دي.

په دې وروستیو کې، هغې د UNHCR سره یمن او بورکینا فاسو ته سفر وکړ ترڅو د بې ځایه شویو خلکو سره لیدنه وکړي؛ هغه دوه ساحې چې په نړۍ کې ترټولو کم تمویل شوي او شرایط یې د بیړني حالت دي.

د UNHCR مشر فیلیپو ګرانډي وویل: "موږ د هغې د لسیزو خدمتونو، د هغې ژمنې او هغه توپیر څخه مننه کوو چې هغې د کډوالو او تېښتې ته اړ شويو خلکو لپاره کړي دي."

هغه وویل، له UNHCR سره د اوږده او بریالي خدمت وروسته، زه د هغې د غوښتنې ستاینه کوم او د هغې د پریکړې ملاتړ وکړي.

"زه پوهیږم چې د کډوالۍ انګیزه به د هغې زړه ته نږدې پاتې شي، او زه ډاډه یم چې هغه به نورو پراخو بشري چارو ته ورته لیوالتیا او پاملرنه راجلب کړي."

XS
SM
MD
LG