د لاس رسي وړ اتصالات

قرآن ته سپکاوی; مظاهره کوونکو پاکستان کې د پولیسو یو مرکز سوځولی


د پولیسو مرکز کې سوځول شوي موټر
د پولیسو مرکز کې سوځول شوي موټر

پاکستان کې د خیبر پښتونخوا چارواکو ویلي چې دوي ۳۰ کسان د پولیسو د یو مرکز د سوځولو او یو کس اسلام ته د سپکاوي په تور نیولي‌دی.

پولیس وایي چې اسلام ته د سپکاوي په تور نیول شوی کس د رواني پلوه ناروغ ښکاري او دا مهال د پولیسو په توقیف کې دی.

د پيښې عیني شاهدانو او پولیس چارواکو ویلي چې په زرګونو اعتراض کوونکو د یکشنبې په شپه د خیبر پښتونخوا په چهارسدې سیمه کې د پولیسو په یو مرکز برید کړی او وروسته یې د همدغه مرکز د ودانۍ په ګډون ګڼو نورو پوستو ته اور اچولی.

هغوي زیاتوي چې معترضینو وروسته له هغې دغه ودانۍ سوځولي چې پولیس چارواکو هغوي ‌ته د کفرګویۍ په تور نیول شوي کس د سپارلو څخه وکړه.

د چهارسدې د پولیسو مشر، آصف بهادر خان نن د دوشنبې په ورځ (نومبر ۲۹) خبریالانو ته ویلي چې د برید وروسته د پولیسو منسوبینو دغه ودانۍ پریښودلې او مضنون کس یې هم له ځان سره یو امن ځای ته انتقال کړی و.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شوېو ویډیوګانو کې لیدلی کیږي چې د پولیسو یو مرکز د اور په لمبو کې سوځي.

قرآن ته د سپکاوي په تور نیول شوی کس د پولیسو دغه مرکز د یکشنبې په سهار راوړل شوی و. بهادر خان وویل چې د دغې پیښې په اړه څیړې پیل شوي دي خو د جزیاتو له شریکولو څخه ډډه وکړه.

ځایي اوسیدونکي وایي‌چې چهارسدې ته د لا ډیرو پولیس ځواکونو د لیږلو سربیره په سیمه کې وضعیت ترینګړی دی.

بهادر خان ویلي چې چارواکو د ځایي دیني عالمانو سره اړیکه کې دي او له هغوي څخه د اوسني وضعیت د مهار کولو او د متعرضانو د پوهولو په برخه کې مرسته غوښتې ده.

په پاکستا کې اسلام، د اسلام پیغمبر، قرآن او نورو اسلامي مقدساتو سپکاوی لوی جرم بلل کیږي او جزا یې هم مرګ ده. د کفرویلو او اسلام ته د سپکاوي ادعاوې د پاکستان په سنتي ټولنې کې تر ډیره په صحرایي‌محکمو ځواب شوي او پکې تورن کسان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.\

د امریکا متحدو ایالتونو د همدې میاشتې په پيل کې پاکستان او ۹ نور هیوادونه د دیني خپلواکۍ د ناقضانو په تور اعلان کړل.

د پاکستان سربیره، روسیه، چین، میانمار، شمالي کوریا، سعودي عربستان، ایران، اریتریا ، تاجکستان او ترکمنستان هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د دیني خپلواکۍ د ناقضینو په لست کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG