د لاس رسي وړ اتصالات

اې ان پي افراسیاب خټک او بشری گوهر ولې وایستل؟


د عوامي نیشنل گوند په یوې اعلامیې کې د افراسیاب خټک او بشری گوهر د گوند غړیتوب ځنډول اعلان کړي او تور یې پرې لگولی چې د گوند د گټو ضد ځینې فعالیتونه یې کړي.

ښاغلي خټک او میرمن بشری د امریکا غږ پښتو څانګې ته ویلي چې نه غواړي پدی اړه تبصره وکړي خو په ټولنیزو رسینو داسې تبصرې کیږي چې ای این پي دغه دواړه سیاستمداران د پښتون ژغورنې تحریک سره د ملاتړ کولو له کبله د ګوند نه ایستلي دي.

افراسیاب خټک په دی اړه د تبصرې نه کولو علت پښتنو ته ورپیښې ستونزې یادې کړلې. هغه امریکاغږ ته وویل "حتی اوس هم زه به د سختو ټکو کارولو نه ډډه کوم ځکه چې دا به د پښتنو دښمنانو ته گټه ورسوي. او په اوسني مشکلو حالاتو کې پښتانه دا نشي زغملې"

افراسیاب خټک په ټویټر کې لیکلي چې د ظلم ضد به سیاست جاري وساتي.

"سیاسي کارکونکې بی عدالته د گوندونه نه ایستل کیږي خو هغوي د سیاست نه نشې وایستل کیدی. مونږ به د هر ډول جبر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړو."

د عوامي نیشنل گوند په بشری گوهر هم دغه ډول تورونه لگولي دي. هغې امریکا غږ ته وویل چې دا د گوند داخلي مسله ده نو ځکه نه غواړي چې تبصره وکړي خو د ANP گوند پخوانی غړی محسن داوړ چې هغه هم ددې ګوند نه ایستل شوی، امریکاغږ ته وویل چې دغه دواړه د پښتون ژغورنې تحریک د ملاتړ کولو له کبله وایستل شويدي.

ښاغلي داوړ امریکاغږ ته وویل "د سپناوي لپاره چې کوم خبرداری ورکړل شوی و په هغې کې کومه څرگنده خبره نه وه شوي چې کله دوي د گوند نه پوښتنه وکړه چې مونږ د گوند ضد څه فعالیتونه کړیدي نو په ځواب کې دوي د گوند نه وایستل شول."

محسن داوړ وروسته تر هغه د ای این پي گوند نه وایستل شو و چې د پي ټي ایم تحریک اساس یې کیښود او د منظور پښتین سره یو ځاې یې په مختلفو ښارونو کې د پښتنو د حقونو لپاره مظاهرې وکړی.

ښاغلي داوړ زیاته کړه چې د اې این پي گوند ځکه د پي ټي ایم د ملاتړ خبره په ډاگه نه کوي چې ویریږي خلک به ورته سخت غبرگون وښیي. هغه وایي "بله وجه نشته، هم د پي ټي ایم د ملاتړ له کبله یې د هغوي غړیتوب ځنډولی دی."

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG