د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د پولیو واکسین ۷ ورځنی کمپاين پيل شوی


دا په پاکستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې دماشومانو د ګوزڼ ضد درېيم ملي کمپاين دی چې ددغه هېواد په ۷۱ ولسواليو کې پيل شوی دی.
دا په پاکستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې دماشومانو د ګوزڼ ضد درېيم ملي کمپاين دی چې ددغه هېواد په ۷۱ ولسواليو کې پيل شوی دی.

په پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام د اکتوبر له ۲۸ (لړم ۷) څخه د نومبر تر درېيمې (لړم ۱۳) پورې په ټول دغه هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد اووه ورځنی کمپاين پيل کړی چې موخه يې تر پنځو کلونو کم عمره ۴۵ میلیونه ماشومانو ته د پوليو د مخنيوي څاڅکي ورکول دي.

د پوليو د مخنيوي پروګرام پرخپله وېبپاڼه ليکلي چې پر دې مهال به ماشومانو ته د ویټامین اې اضافي درمل هم ورکول کېږي چې دا ډول د ناروغيو په مقابل کې د هغوی د بدن د مدافعت قوت پياوړی شي.

دا په روان ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ ضد درېيم ملي کمپاين دی چې د پوليو د زياتېدونکو پېښو د مخنيوي لپاره ددغه هېواد په ۷۱ ولسواليو کې پيل شوی دی.

د دې کمپاين پرانسته د اکتوبر پر ۲۴ (لړم ۳) د پاکستان صدراعظم شهباز شريف په اسلام اباد کې د پولیو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې کې وکړه او دوو ماشومو نجونو ته يې په خپلو لاسونو د پوليو د مخنيوي څاڅکي ورکړل.

شهباز شريف پر دې مهال په خپل پيغام کې وويل چې پر ځينو ننګونو سربېره يې حکومت د پوليو ويروس د له منځه وړلو ته ژمن دی. "امنیتي اندېښنې، ناسم معلومات او لیرې پرتو سیمو ته د نه لاسرسي په ګډون ځينې ننګونې شته، خو پر دې خنډونو سربېره زموږ روغتیایی کارکوونکي په زړورتیا سره د هر ماشوم واکسینولو ته دوام ورکوي."

په پاکستان کې د ګوزڼ د مخنيوي کمپاين په داسې حال کې پيل شوی چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه ۴۱ ته رسېدلی دی، چې ۲۱ يې په بلوچستان ايالت، ۱۲ يې په سيند ايالت، شپږ يې په خيبر پښتونخوا ايالت او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.

په پاکستان کې په دا وروستيو کې په سرعت سره د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالي روغتياپالان اندېښمن کړي دي.

د پولیو د له منځه وړلو لپاره د پاکستان د صدراعظم ځانګړې استازې عایشې رضا فاروق ويلي دي چې په دغه هېواد کې به د پولیو د مخنيوي د کمپاین په ترڅ کې به واکسيناتوران هغو کورنيو ته هم ځان رسوي چې کډوالې شوې وي يا زياتې ګرځنده وي، چې دا ډول ټول ماشومان له دغه پراخېدونکي خطر څخه وژغورل شي. "د اکتوبر پر ۲۸ به زموږ د پوليو پروګرام کارکوونکي د پاکستان هر کونج ته رسېږي، ماشومانو ته به واکسين ورکوي او زموږ د ماشومانو يو روغ مستقبل به خوندي کوي."

نوموړې زياته کړې ده چې د دې کمپاين پر مهال به له ۴۵ ميليونه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي. هغه وايي: "د پوليو د کارکوونکو له خوا ستاسو پر دروازې هر ټک ستاسو د ماشومانو لپاره د سالم راتلونکي هيله راوړي. مهرباني وکړئ له دوی سره همکاري وکړئ او خپل ماشومان د واکسین لپاره راوباسئ."

په پاکستان کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ يوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.

تر دې وړاندې په دغه هېواد کې په ۲۰۲۲ کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ کال کې یوه او په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوې وې.

تر دې وړاندې، په پاکستان کې د سپټمبر پر ۱۳ (وږي ۲۳) د پولیو د مخنیوي لپاره د پیل شوي پنځه ورځني کمپاين پر مهال د دغه هېواد په ۱۱۵ ولسواليو کې تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو شاوخوا ۳۳ ميليونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شول.

په خيبر پښتونخوا ايالت کې د پوليو د مخنيوي پروګرام مرستيال ذيشان خان وايي چې د ميندو او پلرونو لخوا ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه ورکول، له افغانستان سره پر پوله تګ راتګ، د کمپاين پر مهال د پوليو له واکسيني ډلو څخه د ځينو ماشومانو پاتې کېدل او پر يو وخت ټولو ماشومانو ته د پوليو د مخنيوي څاڅکي نه ورکول ځينې هغه لاملونه دي چې له امله يې پوليو ويروس په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.

نوموړی زياتوي: "که ماشومانو ته څلور او پنځه ځلې په پرلپسې توګه د پوليو د مخنيوي څاڅکي ورکړل شي نو د هغوی قوت مدافعت به قوي شي او ويروس به اغېز نه ورباندې کوي او دا ډول به ويروس ختم شي. يوازې په پېښور کې د هر کمپاين پر مهال پنځه يا شپږ زره داسې ماشومان له پوليو ضد څاڅکو پاتېږي چې ميندې او پلرونه يې انکاري وي. پر دې سربېره که ماشومان ناروغه وي او نس ناستی ولري نو بيا هم څاڅکي تاثير نه ورباندې کوي."

بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل راپور کې ويلي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی چې زياتره يې په هلمند او کندهار کې دي. په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.

د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت زياته کړې ده چې د کندهار او هلمند په چاپيريال کې د پوليو ويروس درې محيطې نمونې موندلې دي. دغه نړيوال نوښت تېره مياشت ويلي وو چې په اګست مياشت کې يې د کابل، کندهار او هلمند په چاپيريال کې د پوليو ويروس پنځه محيطې نمونې موندلې وې.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې په سپټمبر میاشت کې چې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس پر ضد کوم کمپاین په پام کې وو، د هغه کمپاین د پلي کېدو د بڼې پر سر د طالبانو د حکومت د مخالفت له امله لا تر اوسه نه دی پیل شوی او د کمپاین د پیلېدو لپاره کومه نوې نېټه هم نه ده ټاکل شوې.

دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله موادو کې یې له بدن څخه خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکې لاندې د اوبو زېرمو کې سرایت کوي.

روغتیاپالان زياتوي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دغې ناروغۍ څخه وژغوري. هغوی ټینګار کوي چې اړینه ده چې تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د پولیو د کمپاين پر مهال واکسین شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG