د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان بلوچستان ايالت کې پوليو ضد واکسين کمپاين د ډسمبر پر ۳۰ پيلېږي


د پاکستان بلوچستان ایالت کې د پولیو ضد د واکسین کمپاین په داسې حال کې د ډسمبر په ۳۰ پیلیږي چې ددغه هیواد نورو ایالتونوکې د ډسمبر په ۱۶ دا کمپاین شوی دی. (عکس ارشیف).
د پاکستان بلوچستان ایالت کې د پولیو ضد د واکسین کمپاین په داسې حال کې د ډسمبر په ۳۰ پیلیږي چې ددغه هیواد نورو ایالتونوکې د ډسمبر په ۱۶ دا کمپاین شوی دی. (عکس ارشیف).

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د پوليو د مخنيوي پروګرام مشرانو اعلان کړی دی چې هلته به د ماشومانو د ګوزڼ پوليو ضد واکسين کمپاين د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر ۳۰ پيل شي.

په کوټه کې د پوليو د بېړنيو عملياتو د مرکز ايالتي مشر انعام الحق په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې دا پرېکړه يې د ډسمبر پر ۱۷ (ليندۍ ۲۷) د بلوچستان ايالت د ټولو ولسواليو د انتظامي او روغتيايي څانګو له مشرانو سره تر غونډې وروسته کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې دوی به د دغه ځنډ له امله د راتلونکې پوليو کمپاين لپاره غوره چمتووالی ونيسي. هغه زياته کړه چې راتلونکی واکسين کمپاين به په کوټه کې اوه ورځې او د بلوچستان په نورو برخو کې پنځه ورځې دوام وکړي او پر په ترڅ کې به ۲۶یې لکه ماشومان واکسين شي.

د پاکستان د پولیو د مخنیوي پروګرام وار د مخه لا د ډسمبر له ۱۶ (ليندۍ ۲۶) څخه په ټول هيواد کې د پوليو واکسين اوه ورځنی کمپاين پيل کړی دی، خو په بلوچستان کې د روغتيايي کارکوونکو د روان کاربنديز له امله هلته دغه کمپاين په ځنډ پيلېږي. په دغه ايالت کې د روغتيايي کارکوونکو ګډې اتحاديې ويلي دي چې هغوی د حکومت لخوا خصوصي څانګې ته د دولتي روغتونونو د سپارلو د پلان پرضد احتجاج کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه ۶۳ ته رسېدلی دی، چې ۲۶ يې په بلوچستان ايالت، ۱۸ يې په خيبر پښتونخوا ايالت، ۱۷ يې په سيند ايالت، او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.

په پاکستان کې په دا وروستيو کې په سرعت سره د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالي روغتيا پالان اندېښمن کړي دي، ځکه په هغه هېواد کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ يوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.

بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل راپور کې ويلي دي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی چې زياتره يې په هلمند او کندهار کې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.

دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG