د لاس رسي وړ اتصالات

د عرب لیګ مشران په بحرین کې راټول شوي؛ تمرکز یې د غزې په جګړې دی


نن پنجشنبه مۍ ۱۶ (غوايي۲۷) د عرب لیګ مشران په بحرین کې راټول شوي او د سرمشریزې تمرکز یې د غزې په جګړې دی.

د ۲۲ عربو هېوادونو مشران د چهارشنبې په ورځ د بحرین مرکز منامه ته رسېدلي دي. د دغه لیګ مشران د نومبر په میاشت کې د سعودي عربستان په مرکز ریاض کې هم جرګه شوي وو چې د اسلامي همکارۍ د سازمان، چې ۵۷ غړي لري، استازو هم ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو په غزې کې د اسرائیل اقدامات وغندل خو کوم اقتصادي او سیاسي اقدام یې په ضد تصویب نه کړ.

په کویټ کې د سیاسي چارو شننونکي ظفر العجمي د فرانسې خبري‌ اژانس ته وویل چې دا ځل به د عربو هېوادونو مشران یو لړ اقدامات کوي، ځکه د دوو دولتونو (فلسطین او اسرائیل) د حل په اړه په نړیواله کچه او په خاص ډول په عربو هېوادونو کې حمایت موجود دي.

نوموړي وویل له یوې خوا په لویدیځ کې د عامو خلکو خواخوږي له فلسطینیانو سره شته او له بلې خوا اسرائیل له اوو میاشتو جګړې وروسته هم حماس نابود نه شو کړای. العجمي‌ وویل چې د بحرین د غونډې پيغام به ډېر قوي وي.

د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه حماس په اسرائیل بریدونه وکړل چې د مقاماتو په وینا نژدې ۱۲۰۰ تنه یې ووژل، اسرائيل هم د غچ اخیستو په خاطر په غزې باندې عملیات پیل کړل چې د صحي مقاماتو په وینا تر دې دمه یې تقریبآ ۳۵۰۰۰ کسان وژلي دي.

په همدې حال کې د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو ویلي دي چې د رفح له ښار څخه تقریبآ ۵۰۰۰۰ کسان اېستل شوي دي. تر دې مخکې اسرائیل ویلي‌ وو چې له رفح څخه د ۱۰۰زره کسانو اېستل غواړي.

اسرائيل وايي چې د حماس د تاسیساتو د ختمېدو لپاره په دغه ښار کې پوځي‌عملیات ضرور دي. ملګري ملتونه او امریکا له اسرائيل غوښتي دي چې په رفح کې لوی پوځي عملیات ونه کړي.

د بحرین کې د سیاسي چارو یو کارپوه محمید المحمید وویل چې د عربو مشران به په سرې بحیرې کې د حوثي یاغیانو د بریدونو په اړه هم خبرې وکړي. حوثیان وايي چې په سرې بحیرې کې په کښتیو باندې بریدونه د فلسطینیانو سره د حمایت په خاطر کوي.

بحرین د هغه ایتلاف غړی دی چې امریکا په حوثیانو د بریدونو او د هغوی د بریدونو د مخنیوي لپاره جوړ کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG