د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په بامیان کې د بهرنیو سیلانیانو وژل کېدل تائید کړل


د بامیان ولایت یوې سرچینې ویلي چې دا برید نن په محلي وخت د مادزیګر شاوخوا ۶:۱۰ بجې د بامیان د "سربازار" په سیمه کې شوی دی.
د بامیان ولایت یوې سرچینې ویلي چې دا برید نن په محلي وخت د مادزیګر شاوخوا ۶:۱۰ بجې د بامیان د "سربازار" په سیمه کې شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ مۍ ۱۷ (ثور ۲۸) تائید کړه چې د بامیان په ښار کې د وسله والو په ډزو کې لږ تر لږه درې بهرني سیلانیان او د هغوی یو ترجمان وژل شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، امریکا غږ ته په یو پیغام کې ویلي چې په دغه برید کې د څلورو بهرنیو اتباعو په ګډون اوه تنه ټپیان شوي هم دي.

قانع زياته کړه: "نن ماښام د باميان په ښار کې پر عامو خلکو بريد وشو چې د يو افغان په ګډون درې بهرنيان په کې ووژل شول او د دریو افغانانو په ګډون ۴ تنه نور ټپيان شوي دي."

د قانع په وينا، د دې بريد په تړاو څلور شکمن کسان نيول شوي او پلټنې ترې روانې دي.

د طالبانو دغه وياند د بهرنيو اتباعو د هويت په اړه څه ندي ویلي. خپلواکو سرچینو تر اوسه د بهرنیو سیلانیانو هویت نه دی تائید کړی او نه یې هم رد کړی دی.

د بامیان ولایت یوې سرچینې ویلي چې دا برید نن په محلي وخت د مادزیګر شاوخوا ۶:۱۰ بجې د بامیان د «سربازار» په سیمه کې شوی دی.

د سیمې یو اوسیدونکي چې د خپل نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، امریکاغږ ته وویل چې د یو شمیر بهرنیو سیلانیانو او د هغوی سره د مل افغانانو مړي یې لیدلي دي چې د پیښې وروسته د طالبانو له خوا له سیمې څخه انتقالیدل.

د افغانستان ځينو سيمه ييزو رسنيو خبر ورکړى، چې په دې پېښه کې د ښځو په ګډون اته تنه وژل شوي او جسدونه يې د دغه ولايت مرکزي روغتون ته وړل شوي دي. ويل کيږي دغه بهرني سيلانيان د خپلو يو شمير افغان ملګرو سره د باميان ولایت د شیبر ولسوالۍ څخه ددغه ولايت د مرکز په لور روان وو.

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو داسې تصویرونه خپاره کړي چې ددې پېښې څخه څو دقیقې وروسته شیبې ښيي او لږ تر لږه دوه کسان د بامیان په بازار کې د یو «تونس» ډوله موټر تر څنګ پر ځمکه پراته دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او د بامیان ولایت سیمه ییزو مقاماتو هم د دغو سیلانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG