د لاس رسي وړ اتصالات

د ناګورنو-قره باغ جګړه؛ ارمنستان اوربند ته چمتوالی وښود


د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ له څو ورځو راهېسې جګړه روانه ده
د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ له څو ورځو راهېسې جګړه روانه ده

ارمنستان له هغه وروسته د ناګورنو-قره باغ په سیمه کې له اذربایجان سره د اوربند لپاره چمتوالی وښود چې امریکا،‌ روسیې او فرانسې پر دواړو لوریو د جګړې د بندولو غږ وکړ.

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر په یوې اعلامیې کې ویلي دي: « هېواد یې چمتو دی چې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان د منسک له ګروپ سره کار وکړي او د ۱۹۹۴-۱۹۹۵ د تړونونو په اساس بیا په سیمه کې اوربند وکړي.»

اذربایجیان لا د اوربند د کولو او نه کولو په اړه څه نه دي‌ ویلي. خو تر دې مخکې دواړو غاړو د جګړې د بندولو خبرې رد کړې وې.

ارمنستان او اذربایجان دواړو تېره یکشنبه پوځي حالت (مارشل لا) اعلان کړی او خپل ځواکونه یې تیار سی کړي ‌دي.

په ۱۹۹۴ کې د ناګورنو-قره باغ په جګړه کې دا سیمه له اذربایجان څخه جلا شوه، خو یوې غاړې هم د یو خپلواک جمهوریت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې.

ارمنستان او اذربایجان دواړه د پخواني شوروي‌ اتحاد جمهوریتونه دي چې ښایي د دوی ترمنځ روانه جګړه روسیه او ترکیه هم ښکیل کړي.

د ترکیې حکومت په اذربایجان کې د ترکي نژاد خلکو ننګه کوي او روسیه بیا د ارمنستان کلکه ملاتړې ده او په دغه هېواد کې پوځي اډه لري.

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په روانې جګړې کې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي‌ او دواړه هېوادونه یو بل ته د زیانونو د اړولو ادعاوې کوي.

د سه شنبې په ورځ د ارمنستان چارواکو ادعا وکړه چې د ترکیې یو اف-۱۶ جټ الوتکې د هغوی اس یو-۲۵ جنګي الوتکه وېشتلې او غورځولې ده، خو ترکیې او اذربایجان دا تور رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG