د لاس رسي وړ اتصالات

د ناګورنو قره باغ د کړکیچ تاریخي ریښې


د نړیوال قانون له مخې د نګورنو قره باغ غرنۍ سیمه د اذربایجان د خاورې جز ګڼل کیږي. خو ددې سیمې اکثریت اوسیدونکي ارمنیان دي او د اذربایجان واکمني نه مني.

په ناګورنو قره باغ کې د عیسوي مذهبه ارمنیانو او د هغوی د ګاونډي مسلمان اکثریت ترمنځ نژادي کړکیچ د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې زور واخیست. خو د ۲۰۱۶ کال راوروسته د دوی ترمنځ سږنۍ دښمني تر ټولو سخته ده چې په جګړو کې په لسګونو کسان وژل شوي او یوې لویې جګړې ته یې زمینه برابره کړې ده.

که داسې یوه جګړه رامنځ ته شي کیدای شي سیمه ییز ځواکونه روسیه او ترکیه په کې هم ښکیل شي.

ماسکو د ارمنستان سره دفاعي تړون لري او انقره بیا د خپل ترک نژاده اذربایجان شا ته ولاړه ده.

په اتیایمه لسیزه کې دغه سیمه د پخواني شوروي اتحاد د اذربایجان جمهوریت د سرحد په اوږدو کې پرته وه، خو هغه وخت ټول تصمیمونه مسکو کې نیول کیدل.

کله چې شوروي اتحاد په ړنګیدو شو، څرګنده شوه چې ناګورنو قره باغ به د اذري حکومت د مستقیم کنترول لاندې شي. ارمني نژادو دا ونه منله.

په نتیجه کې فرقه یي کړکیچ رامنځ ته شو او ۱۹۹۱ کې د اذربایجان او د ناګورنو قره باغ د ارمني نژادو ترمنځ کړکیچ چې ارمنستان یې ملاتړ کاوه په جګړه واوښت. په زرګونو کسان ووژل شول او په سلګونو زره بیځایه شول.

په هماغه کال کې د ناګورنو قره باغ مقاماتو خپله ازادي اعلان کړه، خو په پراخه توګه په نړیواله کچه ونه پیژندل شول او د ارمني نژادو دغه اداره د اذربایجان د حکومت تر محاصرې لاندې راغله.

په ۱۹۹۴ کې کله چې د نړیوالې ټولنې په مرسته په اوربند موافقه وشوه ارمني نژادو د څو اذري ولسوالیو په ګډون د ناګورنو قره باغ تقریبا ټوله سیمه کنترولوله. دغه اذري سیمې د نګورنو قره باغ لپاره د میانځګړې سیمې او د ارمنستان سره د اتصال د پله حیثت لري.

اذربایجان ګواښ کړی چې بیرته دغه سیمې کنترول کړي او وایي که اړ شي د پوځي ځواک نه به کار واخلي.

د څو کالو راهیسې د یو سوله ییز حل لپاره د فرانسې، د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې په ګډون نړیوالې هڅې تر دې دمه ناکامې شوي دي.

XS
SM
MD
LG