د لاس رسي وړ اتصالات

هندي چارواکي: د آسام له ایالت څخه ښايي څلور میلیونه خلک وشړل شي


بنګله دیشي مهاجرین د آسام ایالت په یو مرکز کې د تابعیت په لست کې د خپلو نومونو د چک کولو لپاره انتظار کوي.
بنګله دیشي مهاجرین د آسام ایالت په یو مرکز کې د تابعیت په لست کې د خپلو نومونو د چک کولو لپاره انتظار کوي.

د هند حکومت "د اتباعو د نوم ثبتولو د ملي کتاب" په نامه یو لست خپور کړی چې د آسام په ایالت کي یي شاخوا څلورو میلیونه هغه خلک له تابعیت څخه بې برخې کړي دي چې د اعتبار وړ اسناد ونلري.

په دغه لست کې زیاتره د هغو کسانو نومونه شامل دي چې د بنګله دیش د آزادۍ څخه یوه ورځ مخکې دغه ایالت ته ورغلي دي.

د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې له پاکستان څخه د آزادۍ د اخیستلو په جګړه کې د بنګله دیش سلګونو زرو وګړو هند ته تیښته وکړه چې زیاتره یې په آسام کې میشت شوي دي. دغه ایالت له بنګله دیش سره ګډه پوله لري.

په ۱۹۸۵ کې د وخت صدراعظم راجیو ګاندهي "د آسام تړون" په نامه یوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې به یې هغه ټول کسان وشړل شي چې د ۱۹۷۱ کال د مارچ له ۲۴ نیټې څخه مخکې دغه ایالت ته نه دي راغلي، ځکه چې هغوی وګړي نه ګڼل کیږي.

په هند کې څلورو میلیونه کسان د ایستلو له خطر سره مخ دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00

XS
SM
MD
LG