د لاس رسي وړ اتصالات

سومالیا کې په ځانمرګي او وسله وال برید کې ۳۲ تنه وژل شوي


په سومالیې کې پولیس وایي د الشباب وسله والو د دې هیواد په پایتخت موګادیشو کې یو ساحل باندې په ځانمرګي او وسله وال برید کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژلي او ګڼ شمیر نور ټپي کړیدي.

الشباب چې د القاعده شبکې سره تړلې ده، د څه باندې ۱۷ کالونو راهیسې په سومالیې کې په نړیواله کچه پیژندل شوي حکومت پر ضد وسله وال بغاوت کوي.

د جمعې شپې برید د لیدو په ساحل کې شوی چې اکثریت ورته سوداګر او حکومتي چارواکي د سیل لپاره ورځي.


په یو شمیر ویډیوګانو کې چې لا تصدیق شوي ندي، ښودل کیږي چې په سیمه ایز وخت د جمعې په شپه ناوخته ګڼ شمیر خلک د ساحل په لارو کوڅو لیدل کیږي او ځیني وژل شوي کسان بیا د سمندر په غاړې کې په وینو لت پت ښودل کیږي.

د سومالیې د پولیسو ویاند عبدالفتاح عدنان حسن وویل چې په ځانمرګي او وسله وال برید کې ۳۲ عام خلک وژل شوي او ۶۳ نور ټپي شویدي.

د پولیسو دې چارواکي زیاته کړه، " په ډزو او چاودنو کې د ۳۲ عامو خلکو وژل پدې معنی چې دا خوارج یوازې حکومتي مرکزونه، سرتیري او چارواکي نه په نښه کوي".

په سومالیې کې په رسمي توګه د الشباب ډلې ته خوارج ویل کیږي.

د الشباب ډلې ویلي چې دا برید هغوي کړی.

لومړی ددې ډلې یو ځانمرګي برید کوونکي په سیمه کې په ځان پورې تړلې چاودیدونکي مواد وچول او بیا وسله وال سیمې ته ورغلل او په خلکو یې ډزې وکړلې.

د پولیسو یو افسر محمد عمر د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې وسله والو هرې خوا ته په ملکیانو ډزې کولې.

د پولیسو دې چارواکي ویلي چې امنیتي ځواکونو پنځه برید کوونکي وژلي او پنځو نورو یې په ساحل کې په ځان پورې تړلې بمونه چولي او وژل شویدي.

د سومالیې جمهور رئیس حسن شیخ محمود د اکس په شبکې کې لیکلي چې د صدراعظم او نورو مهمو امنیتي چارواکو سره به بیړنۍ غونډه جوړه کړي تر څو د وضعیت په هکله معلومات تر لاسه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG