د لاس رسي وړ اتصالات

د عطا د لېرې کولو امنیتي او سیاسي پایلې څه کېدی شي؟


عطا نور وايي دی لا هم والي دي
عطا نور وايي دی لا هم والي دي

ارګ وايي د بلخ لپاره یې نوی والی ټاکلی، د جمعیت ګوند وايي د عطا لېرې کول غیر مسولانه کار دی او عطا محمد نور وايي دی لا هم والي دی.

ښاغلي عطا په خپل لومړي غبرګون کې ویلي دي چې که زور پرې زیات شو هغه به هم له هرې ممکنه چارې څخه به هم استفاده وکړي. له واکه د ښاغلي نور د لېرې کولو خبر د افغانستان ددې اونۍ تر ټولو مهم او د سر خبر دی.

د جمهوري ریاست او جمعیت اسلامي ګوند ترمنځ د واک پر سر ناندرۍ نوې نه دي، خو دا وارې د دغه ګوند د اجرايي مشر د لېرې کولو په غبرګون کې د ګوند یو شمېر مشرانو حکومت ته ګواښونه کړي دي، خو دغه ګواښونه څومره جدي دي؟

شننونکی علي امیري وایي چې ښايي د جمعیت ګوند پر حکومت سخت سیاسي فشارونه راوړي، خو وايي داسې نه ښکاري چې لږ تر لږه د اوس لپاره دې د دغه ګوند مشران د افغانستان د امنیت دګډوډولو کومه قوي اراده ولري.

د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني او د دغه ګوند ځینو نورو غړو د ښاغلي عطا لېرې کول غندلي دي.

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شننونکی نصرالله ستانکزی وايي چې د جمعیت ګوند اوس یو واحد ګوند نه دی او دومره توان نلري چې په خبره یې حکومت ته کوم لوی تهدید پېښ کړي.

ښاغلی عطا وايي که "زور پرې زیات" شو له غیر مدني لارو به استفاده وکړي، خو ښاغلي ستانکزي وویل چې هر هغه حرکت چې نظام اوعامه نظم ګډوډوي د قانون خلاف کار دی او باید ورسره قانوني چلند وشي.

تر دې مخکې افغان حکومت د جمعیت ګوند بل غړی احمدضیا مسعود هم له دندې شړلی و، هغه وخت د دغه ګوند مشرانو جدي ګواښونه وکړل چې له حکومت سره به سیاسي روابط وشلوي.

د سیاسي چارو بل شننونکی لطیف سهاک وايي شاید د ښاغلي نور په لېرې کولو سره د هغه پلویان هڅه وکړي چې د بلخ حالت خراب وښيي خو په خبره یې د هغه ليري کول به د افغانستان پر امنیت باندې کوم جدي تاثیر ونلري.

جمیعت ګوند وايي چې افغانستان د خپل مشر له راتګ وروسته، چې دا مهال بهر ته په سفر دی، په دې اړه خپل رسمي دریځ وښيي.

XS
SM
MD
LG