د لاس رسي وړ اتصالات

د جمعیت ګوند د عطا محمد نور پر لېرې کولو تند غبرګون وښوده


تراوسه د عطا محمد نور دفتر د ښاغلي نور د استعفی د علت په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي
تراوسه د عطا محمد نور دفتر د ښاغلي نور د استعفی د علت په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي

د افغانستان د جمعیت ګوند د بلخ د والي لېرې کول په کلکه غندلی دی.

د جمعیت ګوند اعلامیه وايي "د افغانستان اسلامي جمعیت د بلخ د والي عطا محمد نور په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د پریکړې خبر خپرول یو عجولانه، غیرمسولانه، د افغانستان د ثبات، امنیت او د ملي یووالي د حکومت د موافقې د اصولو خلاف ګڼي او په کلکه یې غندي".​

ښاغلی نور څه موده مخکې له ارګ سره په مذاکرې بوخت و او ویلي وو که یې غوښتنې ومنل شي د بلخ له ولایت نه به استعفی وکړي.

عطا محمد نور او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په خپلو فیسبوکونو کې د جمعیت ګوند اعلامیې خپرې کړي. په اعلامیې کې راغلي دي چې جمعیت اسلامي به د خپل مشر له رسمي سفر او هغو غړو له راتګ وروسته چې دا مهال افغانستان کې نه دي، په دې اړه به خپل رسمي دریځ څرګند کړي.

داسې ښکاري چې ښاغلي نور استعفی نه ده ورکړې خو ارګ وايي جمهوررئیس محمد اشرف غني، د ښاغلي نور استعفی منلې او د هغه پرځای یې انجینر محمد داوود د بلخ نوي والي په توګه ټاکلی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد د ښاغلي عطا لېرې کول تائید کړ.

د بلخ نوی والي څوک دی؟

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په خپل فیسبوک کې لیکلي، چې ولسمشر غني انجینر محمد داوود د بلخ نوی والي ټاکلی دی.

انجینر محمد داوود په خپله د بلخ ولایت او د اسلامي جمعیت ګوند غړی دی.

نوموړي خپلې لومړنۍ زده‌کړې په بلخ کې کړي او له هغې وروسته یې د تیلو او ګازو د استخراج په برخه کې، په انګلستان کې لوړې زده‌کړې کړې دي.

د بلخ نوي والي د کانونو او پترولیم وزارت د مامور او د بلخ ولایت د امنیت امر په توګه دندې ترسره کړي او له هغې وړاندې یې په شمالي ولایتونو کې د پخوانیو مجاهدینو د پوځي پوهنې او روزنې مسؤلیت په غاړه درلود.

XS
SM
MD
LG