د لاس رسي وړ اتصالات

د پخواني حکومت اجرائیه ریاست د مرستیال کور کې نښتې مرګ ژوبله اړولې


د افغانستان پخواني حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال انجنیر محمد خان
د افغانستان پخواني حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال انجنیر محمد خان

طالب چارواکي وايي، د افغانستان پخواني حکومت د اجرائیه ریاست د مرستیال انجنیر محمد خان په کور کې د نښتې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه پېښه تیره شپه فبرورۍ ۱۲( سلواغې ۲۳) په کابل ښار کې رامنځته شوې ده.

د طالب چارواکو په وینا په یاده پېښه کې د انجنیر محمد خان زوی او یو تن ساتوونکی وژل شوي او د نوموړي د مېرمنې په ګډون یو بل تن ټپي شوی دی.

په کابل کې د طالبانو حکومت د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د یاد خبر په تائید سره ویلي چې دغه پېښه د انجنير محمد خان په کور کې دننه د خپل منځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې.

نوموړي زیاته کړې چې له بهر څخه څوک د حملې لپاره کور ته ندي دننه شوي.

ښاغلي ځدراڼ ویلي: "تېره شپه په کابل کې د انجنير محمد خان په کور دننه د نښتې له امله د هغه زوی او يو تن محافظ وژل شوي او د نوموړي ښځه او يو تن بل خپلوان زخمي شوي دي."

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي چې د پيښې د څيړلو لپاره د دوی امنيتي ځواکونه په سيمه کې شتون لري او په خبره یې د واقعيت له روښانه کېدو وروسته به يې معلومات سره شريک شي.

پر همدې مهال د افغانستان پخواني حکومت اجرائیه رئیس ډاکترعبدالله عبدالله بیا پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې تیره شپه د انجنیر محمد خان پر کور برید شوی دی.

ډاکتر عبدالله عبدالله ویلي: "په خواشینۍ سره چې تېره شپه د پخواني اجراییه ریاست د لومړي مرستیال او د هېواد سیاسي شخصیت محترم انجنیر محمد خان پر کور برید شوی دی، چې په کې د هغه کشر زوی او یو ساتونکی شهیدان او مېرمن یې ټپي ده."

عبدالله عبدالله ویلي چې د یوې کورنۍ پر شخصي حریم دا ډول برید غندي او د هغه له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده.

تر دا مهاله د دغه پېښې لامل او انګیزه معلومه نه ده. او خپله انجنیر محمد خان په دې اړه څه نه دي ویلي.

انجنیر محمد خان چې له پخوانیو جهادي مشرانو څخه دی په تیر حکومت کې د اجرائیه ریاست مرستیال و.

دا معلومه نه ده چې انجنیر محمد خان د دغه پېښې پرمهال پخپل کور کې و او که له هیواد څخه بهر و.

XS
SM
MD
LG