د لاس رسي وړ اتصالات

آستن غني ته: امریکا له افغانستان سره پایداره مشارکت ته ژمنه ده


ښاغلی غني تېره ورځ امریکا ته راغی
ښاغلی غني تېره ورځ امریکا ته راغی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او ځینو نورو لوړو پوړیو افغان چارواکو نن جمعه جون ۲۵ (چنګاښ۴) په پنټګان کې د امریکا د دفاع له وزیر لویډ آستن سره ملاقات وکړ.

ښاغلي آستن وویل چې هېواد یې له افغانستان سره پایداره مشارکت او په خاص ډول قوي دفاعي اړیکو ته ژمن دی. نوموړي همدغه راز وویل چې امریکا د افغان ځواکونو سره مهمو امنیتي ‌او دفاعي مرستو ته ژمنه ده.

په دغه ملاقات کې ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د دواړو هېوادونو اړیکو ته په کتو د انتقال نوی دور مهم وباله.

نوموړي وویل چې دواړو هېوادونو منلې چې اړیکې یې یو نوي فصل ته داخلیږي او هغه وړاندوینې چې ګنې امریکا به افغانستان یوازې پرېږدي، سمې نه دي.

ولسمشر غني وویل چې افغانستان به د اړیکو په نوي فصل کې د بهرنیو په همکارۍ او ملاتړ تکیه وي.

د افغانستان ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وویل چې د انتقال بهیر باید په داسې شکل انجام شي چې د دواړو هېوادونو مشترکې ګټې خوندي وي.

هغه وویل چې باید د سولې او ثبات دښمنان چې د هغه په خبره ترهګرې ډلې دي، د انتقال له دغه بهیر څخه ګټه وانخلي.

نوموړي وویل: «هغوی چې زموږ په مقابل کې جنګیږي، فکر کوي چې یو فرصت ورته برابر شوی چې ګټه ترې واخلي. خو مطمین یو چې د افغانستان د خلکو په ارادې، په جمهوریت کې په اتحاد او رهبریت، زموږ د اصلي شریک په توګه د امریکا او نورو ملګرو په دوامدارو ژمنو سره.... دا بهیر به په یو ګډ بري بدل شي.»

له ښاغلي غني څخه وپوښتل شو چې د استخباراتي معلوماتو په اساس شاید په شپږو میاشتو کې د افغانستان حکومت نسکور شي؟ هغه وویل دا ډول ډېرې وړاندوینې شته چې غلطې ثابتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG