د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل ومنله چې پوځ یې په غزې کې په 'غیر عمدي توګه' مرستې رسوونکي وژلي


ځیني انځورونه او ویډیوګانې چې د فرانس پرس خبري اژانس په تلویزیون کې خپرې شوي، پکې ښودل کیږې چې د دې خیریه مؤسسې کار کوونکي داسې یو موټر کې په نښه شوي چې د همدې مؤسسې نوم پرې لیکل شوی.
ځیني انځورونه او ویډیوګانې چې د فرانس پرس خبري اژانس په تلویزیون کې خپرې شوي، پکې ښودل کیږې چې د دې خیریه مؤسسې کار کوونکي داسې یو موټر کې په نښه شوي چې د همدې مؤسسې نوم پرې لیکل شوی.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو سه شنبه اپریل ۲ ( وري ۱۴) ومنله چې پوځ یې د غزې په تړانګې کې تیره ورځ د یوې امریکایۍ خیریه مؤسسې اووه کار کوونکي په "غیر عمدي توګه" په هوایي برید کې وژلي دي.

د اسرائیل مشر د دې کسانو وژل کیدو له کبله بښنه نده غوښتې خو دا یې یوه "خواشینوونکې قضیه" بللې او ویلي یې دې چې تر پایه به په بشپړه توګه وپلټل شي.

خو د اسرائیل جمهور رئیس اسحاق هرتزوګ د "نړۍ مرکزي آشپزخانې" یا (World Central Kitchn) د مشر هوزې اندریس سره په خبرو کې پدې پیښې "ژور خفګان "څرګند کړی او د "زړه له کومي" یې بښنه هم غوښتې ده.

په عین حال کې د اسرائیل لوی درستیز، هیرزي هالوي د چهارشنبې په ورځ ومنله چې په غزې کې د مرستندویه ادارې په کار کوونکو برید "جدي اشتبا" وه.

د اسرائیل دې تر ټولو جګپوړي پوځي چارواکي ویلي چي برید د شپې شوی او "ناسمه پیژندګلوي" یې د دې برید علت وباله.

هغه ویلي: "مونږ په غیر عمدي توګه د نړۍ مرکزي آشپزخانې ته د زیان رسیدو په خاطر خواشیني یو."

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم د ښاغلي اندریس سره په خبرو کې ویلي چې ددې ادارې مامورینو وژل کیدو له کبله یې "زړه مات شوی" او پدې یې هم ټینګار کړی چې د خیریه مؤسسو کار کوونکي باید خوندي وي.

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د دې پیښې په هکله د "بې پرې، چټکو او بشپړو" پلټنو غوښتنه کړې تر څو معلومه شي پیښه ډول شوې، سپینې ماڼۍ ویلي چې پدې پیښه "قهریدلې" ده.

د "نړۍ مرکزي آشپزخانې" سازمان ویلي چې وژل شوي مامورین یې د اسټرالیا، بریتانیې، پولینډ، فلسطین او د متحده ایالاتو – کاناډا ګډ تابعیت لرونکي و.

درې وژل شوي د بریتانیې اتباع و. بریتانیې د سه شنبې په ورځ د لبنان لپاره د اسرائیل سفیر ورغوښتی و او په غزې کې د دې خیریه مؤسسې مامورینو وژل کیدو باندې خپل "زغرده غندنه" یي ورته څرګنده کړې.

ځیني انځورونه او ویډیوګانې چې د فرانس پرس خبري اژانس په تلویزیون کې خپرې شوي، پکې ښودل کیږې چې د دې خیریه مؤسسې کار کوونکي داسې یو موټر کې په نښه شوي چې د همدې مؤسسې نوم پرې لیکل شوی .

دې مؤسسې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د برید څخه وړاندې یې په غزې کې خپل یو ګودام ته ۱۰۰ ټنه خوراکي مواد وړي و او پداسې حال کې د مرمیو ضد موټرو پدې کاروان برید وشو چې د مؤسسې سمبول پرې لګیدلی و.

د نړۍ مرکزي آشپزخانې ادارې ویلي چې په موټرو یې د مؤسسې نښې لګول شوې وې.
د نړۍ مرکزي آشپزخانې ادارې ویلي چې په موټرو یې د مؤسسې نښې لګول شوې وې.

د نړۍ مرکزي آشپزخانې په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې په غزې کې د خپلو مامورینو ګرځیدو راګرځیدو په هکله یې د اسرائیل چارواکو ته معلومات ورکول.

د خیریه مؤسسې دا کار کوونکي داسې مهال وژل کیږي چې د اسرائیل پوځ تیره ورځ د الشفا روغتون په شاوخوا کې پوځي عملیات چې د تیرو دوو اوونیو راهیسې روان و، پای ته ورسول چې سلګونه کسان پکې وژل شوي او روغتون کنډواله شوی.

د غزې عامې روغتیا وزارت چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، ویلي چې د اسرائیل په هوایي بمباریو کې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې لږ تر لږه ۷۱ تنه وژل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG