د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام د دویم پړاو لومړۍ سیالي اسټرالیا وګټله


د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰ اورونو د نړیوال جام د ۱۲ ټیمونو د مرحلې په لومړنۍ سیالۍ کې اسټرالیا د جنوبي افریقا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

جنوبي افریقا اسټرالیا ته د ۱۱۹ منډو هدف ټاکلی و چې د لوبې په شلم اور کې پداسې حال کې پوره شو چې د اسټرالیا پنځه لوبغاړي سوځیدلي وو.

د لوبې غوره لوبغاړی د اسټرالیا چټک توپ اچونکی جاش هیزلوډ وټاکل شو. هغه په څلورو اورونو کې یوازې ۱۹ منډې ورکړې وې او د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي یې سوځولي و.

سره لدې چې د اسټرالیا د سر درې لوبغاړي د ډیر لږو منډو جوړولو وروسته وسوځیدل خو د مارکوز سټاینیس او میتیو ویډ تر منځ په ګډه د ۴۰ منډو کولو له کبله اسټرالیا وتوانیده چې د جنوبي افریقا نسبتاً د کمو منډو هدف ورپوره کړي.

پچه د اسټرالیا لوبډلې ګټلې وه خو د منډو کولو لومړی نوبت یې سیالې لوبډلې ته ورکړ.

لوبه د عربي متحده اماراتو د ابوظهبي په لوبغالي کې وشوه.

د ۲۰۲۱ کال د ۲۰ اورونو د نړیوال جام پدغې مرحلې کې ټولې ۱۲ لوبډلې برخه لري چې په دوو ګروپونو ویشل شوي.

اسټرالیا او جنوبي افریقا د ویسټ انډیز، انګلستان، بنګله دیش او سریلانکا سره په لومړي ګروپ کې دي. د همدې ګروپ دویمه لوبه هم نن د ویسټ انډیز او انګلستان د لوبډلو تر منځ ده.

ویسټ انډیز تیر ځل د دې جام اتلولي ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG