د لاس رسي وړ اتصالات

د بودا بتانو د ړنګولو ۲۲مه کالیزه؛ فعالین: د بامیانو فرهنګي میراثونه هېر شوي


په بامیانو کې د بودا مجسمو له ړنګولو ۲۲ کاله وروسته، په داسې حال کې چې طالبانو یو ځل بیا د ویجاړو شویو مجسمو د شاوخوا سیمو امنیت نیولی، یو شمېر ځايي خلک او فرهنګي فعالین وايي چې د دغه تاریخي شتمنیو ساتنې ته پاملرنه نه کېږي.

د طالبانو سرتیري د صلصال او شهمامې د ړنګو شویو مجسمو سره یادګاري انځورونه اخلي او د دوی یوه امنیتي پوسته اوس د دغه تاریخي سیمې ساتنه کوي.

طالبانو د بودا مجسمې ۲۲ کاله وړاندې د مارچ میاشتې په پیل کې، د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر په امر ویجاړې کړې.

د صلصال ۵۵ متره لوړه مجسمه په شپږمه میلادي پېړۍ کې توږل شوې وه او د نړۍ تر ټولو دنګه ولاړه مجسمه ګڼل کېده. په ۸۰۰ مترۍ کې یې بله مجسمه شهمامه نومېده او لوړوالی یې ۳۵ متره و. د غره په لمن کې نورې وړې مجسمې هم وې چې شاوخوا ۱۳۰۰کاله تاریخ یې درلود.

د غلغلې ښار له بام څخه د بودا د مجسمو پاتې شوني لیدل کیږي. د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) دغه ښار په ۲۰۱۲ کال کې د بامیانو د اتو نورو تاریخي سیمو سره د نړۍ د کلتوري میراثونو په لست کې شامل کړ.

وروسته له هغه چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول، داسې راپورونه خپاره شول چې د بودا د مجسمو په شاوخوا لرغونو سیمو کې ناقانونه کیندنې پیل شوي دي.

د باميانو ولايت يو مدني فعال، شير اغا حسيني وويل: "په مجموعي توګه د لرغونو اثارو ساحو ته ډېره کمه پاملرنه شوې ده، په تېره بيا هغه سرې سيمې چې په يونيسکو پورې مربوطې وې."

ښاغلی حسیني وايي چې د تېر حکومت پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې په لرغونې سیمه کې د کیندنو او ودانیو جوړولو مخه نیولې وه. خو د هغه په وينا، اوس یې "مخنیوی نه کیږي."

محمد حنیف چې په دې سیمه کې د طالبانو د یوې پوستې قوماندان دی، مني چې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته په لومړیو ورځو کې یو څه کېندنې شوي، خو وايي له هغه وخته چې د دغې ساحې د ساتنې مسولیت ورسپارل شوی، د خپل سرو کیندنو مخه یې نیولې ده.

هغه وويل: "موږ هيچا ته اجازه نه ورکوو چې دلته خرابي پېښه کړي او يا کومه ستونزه رامنځته کړي. دا زموږ دنده ده چې ددې ځای ساتنه وکړو."

د غلغلي ښار په ۲۰۱۲ کې د بامیانو د اتو نورو تاریخي سیمو سره د یونسکو له خوا د نړۍ د کلتوري میراثونو په لیست کې شامل شو.
د غلغلي ښار په ۲۰۱۲ کې د بامیانو د اتو نورو تاریخي سیمو سره د یونسکو له خوا د نړۍ د کلتوري میراثونو په لیست کې شامل شو.

ځایي خلک همدارنګه د ګرځندوی له سوړ بازار شکایت کوي چې له زراعت وروسته ددې سیمې د عاید تر ټولو ستره سرچېنه ګڼل کیږي.

که څه هم په تېرو کلونو کې بامیانو ته هر کال لسګونه زره سیلانیان ورتلل، خو ددې ولایت اوسیدونکي وايي چې دا کچه بیخي راکمه شوې ده. دوی د طالبانو په حکومت غږ کوي چې د سیلانیانو د جلبولو لپاره کار وکړي.

د باميانو اوسېدونکي محمد تقي وويل: "لرغوني اثار سيلانيان جذبوي. که دا اثار ونه ساتل شي، نه یوازې د بامیانو خلک بلکې د افغانستان ټول ملت به زیانمن شي."

د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې بامیانو ته د سیلانیانو د بېرته ورماتولو دپاره به هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG