د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونه: بنګله دیش کې چارواکو نږدې ۱۰ زره فعالین نیولي


د بنګله دیش حکومت د عمومي انتخاباتو څخه وړاندې د سیاسي مخالفیو ګوندونو ځپل د سیالۍ له منځه وړلو لپاره پراخ کړي.

د بشري حقونو څار سازمان دوشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ۶) په یو راپور کې ویلي چې حکومت نږدې ۱۰ زره فعالین نیولي او بندیان کړیدي.

د بنګله دیش ملت پال ګوند ویلي چې زرګونه غړي یې نیول شوي او په ګڼ شمیر یې رسمي تورونه هم لګول شوي.

دې ګوند د بشري حقونو څار سازمان ته ویلي چې په بنګله دیش کې پنځه ملیون غړي یې د سیاسي انګیزې لرونکي تعقیب سره مخ دي.

یو فعال د بشري حقونو څار سازمان ته ویلي، " هغوي (حکومت) هیڅوک نه پریږدي، جګپوړي او ټیټ پوړي ټول نیسي".

د بشري حقونو څار سازمان همدارنګه ویلي چې په بنګله دیش کې دومره ډیر فعالین او مخالفو سیاسي ګوندونو غړي نیول او بندیان شوي چې په زندانونو کې د خلګو د ګنجایش څخه دوه چنده ډیر کسان اچول شویدي.

په بنګله دیش کې چې نږدې ۱۷۰ ملیونه وګړي لري، عمومي انتخابات د راتلونکي کال د جنوري د میاشتې په ۷ مې نیټې کیږي او برحاله صدراعظمه شیخ حسینه غواړي چې د څلورمې دورې لپاره په واک کې پاتې شي.

د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې په بنګله دیش کې چاراکي په ډله ایزه توګه سیاسي مخالفین نیسي او دا په ښکاره توګه ددې لپاره کوي چې د عمومي انتخاباتو څخه وړاندې سیاسي مخالفین وځپي.

دې ادارې چې مرکز یې د امریکا د نیویارک په ښار کې دی په بنګله دیش کې د سیاسي مخالفینو او فعالینو نیول کیدل یې "له تشدد ډکه ظالمانه ځپنه" یاد کړي او ویلي چې تر دې دمه ۱۶ تنه وژل شوي چې د پولیسو دوه افسران هم پکې شامل دي.

تر ۵۵۰۰ ډیر کسان ټپي شوي هم دي.

د بنګله دیش حکومت تر اوسه د بشري حقونو څار سازمان دې رپوټ په هکله څه ندي ویلي خو تر دې وړاندې یې ویلي هغوي چې نیول شوي د بیلا بیلو جنایي جرمونو له کبله باید عدالت ته راکش کړل شي.

د بشري حقونو څار سازمان دا رپوټ د ګڼ شمیر عیني شاهدانو سره د مرکو، پولیسو راپورونو او ویډیوګانو پر اساس لیکلی.

په راپور کې ویل شوي چې داسې شواهد یې تر لاسه کړي چې پولیسو او د امنیتي ځواکونو غړيو د اندازې څخه ډیر د قوې څخه کار اخیستی، خلک یې په ډله ایزه او خپلسرې توګه نیولي، جبري بې درکه شوي، شکنجه شوي او د محکمې حکم پرته وژلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG