د لاس رسي وړ اتصالات

چین د کروناویروس د بیا خپریدو خبرداری ورکړ


چین د کروناویروس د خپریدو د خبرداري کچه لوړه کړه او د بیجینګ هوایي ډګر کې یې ۱۲۵۵ پروازونه لغو کړل چې پدغه هوایي ډګر کې د پروازونو په سلو کې څه دپاسه ۶۰ فیصده کیږي.

د چین د کمونیست ګوند منشي کای کي، د چهارشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۸) په یو خبري کنفرانس کې په بیجینګ کې د کروناویروس چټکې خپریدو ته په اشارې ددې ښار وضعیت "ډیر زیاد خطرناک" وګاڼه او ویې ویل چې "د خطر زنګ" وهل شوی دی.

چینایي مقاماتو د مارچ په میاشت کې اعلان وکړ چې پدې هیواد کې یې د کروناویروس د خپریدو مخه نیولې ده او په بریالیتوب سره یې د کارونو د بیرته پیل کولو خبر ورکړ.

کروناویروس لومړی ځل د تیر کال په دسمبر کې د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او په بیړه ټولې نړۍ ته خپور او په وبا واوښت.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د چهارشنبې د ورځې جون ۱۷ تر سهاره په نړۍ کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر نژدې ۸.۲ میلیون تنو ته ورسید چې له دې جملې نه څه دپاسه ۴۴۴ زره تنه مړه شوي دي.

خو روغتیایي کارپوهان پدې باور دي چې په نړۍ کې په کروناویروس د اخته کسانو او مړینو شمیر له هغه زیات دی چې رپوټ یې ورکول کیږي، ځکه د متخصصینو په باور د کووید۱۹ زیات شمیر ناروغان نه معاینه کیږي او اخته کیدل او مړینې یې نه ثبتیږي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې تر ټولو زیات کسان په کروناویروس اخته شوي چې شمیر یې د چهارشنبې تر ورځې جون ۱۷ پورې نژدې دوه میلیونه او ۱۳۸ زرو ته او د مړینو شمیر یې شاوخوا ۱۱۷ زرو کسانو ته رسیږي.

د امریکا په یو شمیر ایالتونو لکه تکزاس، فلوریدا او اریزونا کې د سوداګریو او کارونو په بیرته پیل کیدو سره د کروناویروس پیښې هم زیاتې شوي دي.

په جنوبي کوریا کې هم مقاماتو د کووید۱۹ نویو پیښو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې دغه پیښې تر ډیره د عامه ځایونو لکه کلپونو، کلیساګانو د بیرته پرانستلو او د غونډو کولو په نتیجه کې رامنځ ته شوي دي.

XS
SM
MD
LG