د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: د افغانستان څخه په وتلو بایډن خپله ژمنه پوره کړه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د یو کال په تیریدو سره د جمهور رئیس جوبایډن د خارجي سیاست دفاع وکړه.

ښاغلي بلینکن ظاهرا د ۲۰۲۱ کال په وروستي کنفرانس کې له نړیوالو متحدینو سره د امریکا د اتحاد د بیا جوړیدو یادونه وکړه او په بهرني سیاست کې یې د اوکراین سرحد ته نږدې د روسیې اقدامات او په افغانستان کې د رامنځ‌ ته کیدونکی بشري ناورین، د ستونزو په توګه یاد کړل.

د وزیر انټوني بلنکن نه خبریالانو د تیر او راتلونکې په اړه پوښتنې وکړې. هغه ۲۰۲۱ کال د مهمو پېښو او ځیني وخت د ستونزو او جنجالونو ډک کال وباله.

د بلینکن نه په دې خبري کنفرانس کې دا هم وپوښتل شول چې آیا په اګست میاشت کې د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته او د افغانستان نه د امریکا د جنجالي او په بیړه وتلو خپه دی وویل، پدې اړه تبصره ډیر وخت ته ضرورت لري.

خو نوموړي وویل جمهور رئیس جو بایډن د خپلې ژمنې سره سم اقدام وکړ چې ویل به يی په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه پای ته رسوي.

دغه امریکايي جګپوړي دیپلومات وویل پوهیږي چې دا ستونزمن ماموریت و.

د بلینکن په وینا دا په تیرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې هیڅ یو امریکايي عسکر اوس په افغانستان کې خپله رخصتي نه تیروي، یا چارواکي د امریکایانو دریم نسل بلې جګړې ته نه لیږي چې وجنګیږي او هلته ووژل شي.

بلینکن وویل، امریکا د افغانانو په رنځ او کړاو ډیره ښه پوهیږي او د خپلو متحدینو سره جدي کار کوي چې شتمني يي بیرته د افغانستان اقتصاد ته داخله کړي، افغان ولس ته يي وسپاري او د طالب واکمنو لاس ته ورنشي.

ښاغلي بلینکن وویل، جمهور رئیس بایډن څو میاشتې مخکې په ژنیف کې د روسیې له جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره په ملاقات کې وویل د واشنګټن هیله داده چې له مسکو سره واضح او باثباته اړیکې ولري.

خو د امریکا خارجه وزیر وویل ښاغلي بایډن له جمهور رئیس پوتین سره په ملاقات کې خبرداری ورکړ که مسکو خپلو بې پروا او د تیرې اعمالو ته دوام ورکړي، امریکا به سخت او قوي ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG