د لاس رسي وړ اتصالات

بایدن د کرونا ویروس ضد واکسین د پروسې د لا چټک کولو لارښوونه وکړه


ښاغلي بایډن له خپلې مرستیالې کاملا هریس سره یو ځای په سپینې ماڼۍ کې خبرې وکړې
ښاغلي بایډن له خپلې مرستیالې کاملا هریس سره یو ځای په سپینې ماڼۍ کې خبرې وکړې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن وايي چې د راروان اپریل میاشتې تر ۱۹ نېټې پورې به په هرو لسو امریکایانو کې یې نهه د کرونا ضد واکسین لپاره برابر او واجد شرایط وي.

ښاغلي بایډن تېره ورځ دوشنبه مارچ ۲۹ (وري ۹) دا اعلان وکړ او وویل: «موږ له داسې ویروس سره چې چټک خپریږي د مرګ او ژوند په جګړه اخته یو. پېښې بیا زیاتې شوي دي.»

ښاغلي بایډن په سپینې ماڼۍ کې له خپلې مرستیالې کاملا هریس سره یو ځای په خبرو کې په والیانو، ښاروالانو او نورو سیمه ایزو مشرانو غږ وکړ چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ماسک د جبري تړلو لګول شوي بندیزونه نرم نکړي.

هغه وویل: « لطفآ، دا سیاست نه دی. که مو (بندیزونه) لېرې کړي وي، بېرته یې ولګوئ.»

ښاغلي‌ بایډن همدغه راز وویل چې د فدرال حکومت به د هغو صحي مرکزونو شمېر دوه برابره کړي چې خلکو ته په کې د کرونا ضد واکسین کیږي، وايي هڅه به کوي چې خلک د خپلو کورونو څخه پنځه میله لېرې د کرونا ضد د واکسین مرکز ولري.

ولسمشر بایډن وویل چې حکومت به یې د فدرال د واکسین په پروګرام کې په ټول هېواد کې د کرونا ضد د واکسین کولو د صحي مرکزونو شمېر له ۱۷۰۰۰ څخه ۴۰۰۰۰ ته لوړ کړي او د اپریل تر ۱۹ به د واکسین څه باندې لس نورې حوزې هم جوړوي.

د فدرال چارواکي وايي تر دوشنبې پورې مارچ ۲۹ (وري۹۰) په امریکا ۵۲.۶ میلیون کسان د کرونا ضد واکسین شوي دي او څه باندې ۹۵ میلیون نورو ته د کرونا ضد د واکسین اول ډوز شوی دی.

د کرونا ضد واکسین دوه ډوزه پیچکاري کیږي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ساري ناروغیو د مخنیوي مرکز وايي چې د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه په امریکا کې ۵۴۷۰۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۳۰ میلیون نور کسان په دغه ویروس اخته دي.

دا ویروس د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د ووهان په ایالت کې خپور شو او دا مهال یې په نړۍ کې میلیونونه کسان مړه کړي او پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG